د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: له کورونا د مړو شوو شمېر له ۴۰۰۰ واوښت


د کورونا ټيسټ‌روان دی
د کورونا ټيسټ‌روان دی

په پاکستان کې پر کورونا وايرس د اخته کسانو شمير له دوه لکو اوښتی. د رسمي شمېرو ترمخه په تېرو ۲۴ ساعتونه کې په ټول ملک د کورونا وایرس له ۴۰۰۰ څخه زیات مریضان ثبت شوي دي.

د کورونا وایرس په اړه معلومات خپرونکي حکومتي ویبپاڼې د دغو معلوماتو تر څنګ ليکلي چې تر نن سهاره ( د جون تر ۲۸مې) پورې له کورونا وايرس له وجې د مړو شمېره څلور زره يو سل اتلسو (۴۱۱۸) ته لوړه شوی دی.

په هېواد کې په مجموعي توګه دوه لکه دوه زره نهه سوه پنځه پنځوس (۲۰۲،۹۵۵) کسان پر کورونا وايرس اخته شوي خو له ۹۲ زرو زيات کسان بيا رغېدلي هم دي. د ويبپاڼې ترمخه په تيرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا وايرس له څلورو زرو زيات نوي کيسونه مخې ته راغلي دي.

دا په داسي حال کې ده چې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې سمارټ لاک ډاون يا احتياطي ټولبند روان دی. دا په دې مانا چې حکومت هغو ځايونو ته خلک تګ راتګ ته نه پريږدي چې د کورونا وایرس ډېرې پېښې پکې ثبت شوي وي.

په دې وروستيو کې وزيراعظم عمران خان خبرداری ورکړی وو چې که خلکو احتياطي تدابير خپل نه کړل نو د جولايي په مياشت کې د کورونا وايرس پېښې ډيرې زياتيدلی شي. اپوزيشن سياستوال پر نوموړي نيوکې کوي چې د کورونا وایرس سره په مبارزه کې یې ذهن مغشوشونکي پېغامونه ورکړي دي. د جون په ۲۶مه د پيپلز ګوند وياندې، نفیسه شاه خبريالانو ته وويل چې حکومت نه هم سم ټولبند کوي او نه هم خلکو ته سمه لارښوونه چې له کبله یې احتياطي تدبير نه کېږي او کورونا وایرس ورځ تر بلې ډېر خپرېږي.

بلخوا د خېبر پښتونخوا حکومت ويلي چې دوی کوښښ‌کوي د کورونا وایرس ټيسټونه زیات کړي. د وزیراعلی محمود خان سلاکار، اجمل وزیر د جونه په اته ویشتمه په يوه ويډيو پېغام کې وويل چې اوسمهال د ورځې ۳۸۰۰ ټيسټونه کېږي چې دوی یې لسو زرو ته د لوړولو نيت لري. د هغه په وېنا د ډېرو ټيسټونو کولو سره به د دې وایرس خپرېدو په اړه ډېر معلومات لاس ته ورشي چې د مخنيوي د پلان په جوړولو کې به مرسته وکړي.

کووېډ-۱۹ وبا د زیارت سیلګري او ورسره تړلي کاروبارونه ځپلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:22 0:00

XS
SM
MD
LG