د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وایرس اینټي باډیز څه ته وايي‌ او کار یې څه دی؟ 


د کورونا وایرس لپاره د یو ټیسټ ورکوونکي‌ عکس
د کورونا وایرس لپاره د یو ټیسټ ورکوونکي‌ عکس

سوات – د خیبر پښتونخوا سوات نه یوازې د صوبې پر کچ بلکې په ټول ملک کې یو له هغو سیمو دی چې کورونا وایرس ډېر ځپلی دی.

په سوات کې ډېری داسې خلک چې کورونا وایرس ورباندې تېر شوی او هم عام وګړي غواړي چې د کورونا اينټي باډيز ټيسټ وکړي.

دوي ځان ته دا معلومول غواړي چې پر یو کس کورونا وایرس تېر ایا هغه بیا په دې ناروغۍ اخته کېدای شي‌ او که نه؟

اوس پوښتنه دا ده چې اینټي باډیز څه وي او د انسان په وجود کې د دې کردار څه وي؟

د سوات د سيدو شريف رغتنون ليباټرۍ مشر ډاکټر امريت لال وايي‌ ، دوي ته يو شمير خلک د کورونا اينټي باډيز ټيسټ لپاره ورځي.

ده وویل دا کسان ځان ته دا معلومول غواړي چې ایا پر دوي کورونا وایرس تېر شوی دی او که نه ، او که تېر شوی وي نو دوي بیا په دې ناروغۍ اخته کېدای شي او که نه؟

ډاکټر امریت لال د وضاحت په توګه مشال راډیو ته وویل ، " اينټي باډيز د انسان د وجود يو دفاعي نظام دی او دوي يو قسم ماده ده چې د ناروغیو پرضد کار کوي او دا يو خاص ماده جوړېږي چي له رنځ سره په جګړه وي او کله چې په وجود کې يو رنځ وي نو د هغي پرضد په دوو اونیو کې جوړېږي.”

نوموړي وویل چې هم داسې د کورونا وایرس پرضد هم دا ماده جوړېږي او د دې د راتلو مطلب دا دی چې دغه رنځور کورونا ناروغي تيره کړې او اوس ښه دی.

آيا د اينټي باډيز ټيس تر مثبت راتلو وروسته او يا له کورونا وایرس څخه جوړ شوی کس ته بيا کورونا وايرس لګېدای شي؟

ډاکټر امریت د دې پوښتنې په ځواب کې وویل ، “کورونا بيلا بيل وايرسونه دي او چې څوک دا وايي چې زما اينټي باډيز ټيسټ مثبت راغلی او هغه بيا احتياط نه کوي نو دغه عبث ده، دغه تن به هم هغه رنګه بيا له کورونا د ځان ساتلو لپاره احتياط کوي.”

خو د ده په وینا ، چا چې د کورونا وايرس اينټي باډيز ټيسټ مثبت راشي نو هغه تن بيا خپله پلازما د کورونا رنځ ته عطيه کوالی شي چي ترې څه حده پورې د کورونا رنځور ښه کيدای شي."

د سوات سيدو شريف يو شخصي ليباټرۍ ټيکنيشن اجمل خان واييی په سرکاري ليباټریو کې د کورونا اينټي باډيز ټيسټ اسانتیا اوس مهال نشته او بيا ډير خلک د کورونا وايرس اينټي باډيز ټيسټ لپاره له نورو ليباټریو سره رابطه کوي.

ده وویل ، "د کورونا اينټي باډيز چې کوم ټيسټ کيږي د هغي لپاره ډير خلک راځي، ځکه چي د کورونا ټيسټ نه ارزان دي او بيا په لږ وخت کې نتيجه راځي، بيا دا هم ده چي د کورونا رنځور زياتره خپل رنځ پټوي او کورونا ټيسټ ته تيار نه وي.”

د اجمل خان په وینا ، د اينټي باډيز له ټيسټه دا په ډاګه شي چې دغه تن کورونا وايرس مرض تير کړی او که نه"

ليباټرۍ ته د ټيست لپاره ورغلي د فضل خالق په نامه یو کس مشال راډیو ته وویل چې دی له کورونا وایرس څخه جوړ شوی او اوس غواړي چې خپل ټيسټ وکړي او بيا دغه ويني پلازما يو رنځور ته عطيه کړي.

ده وویل ، “زه راغلي ووم د ټيسټ ليباټري ته چې خپل د اينټي باډيز ټيسټ وکړم نورو ليباټریو ته هم تللی وم خو ليباټرۍ والا راته وايي چې اوس پر دې ټيسټ حکومت بنديز لګولی دی او زه ډېر پرې خفه شوم.”

د ده په وینا دا ځکه چې کورونا وایرس یې تېر کړی او اوس یې غوښت چې د کورونا رنځور ته پلازما عطيه ورکړي.

د سوات صحت محمکې چارواکي وايي چې له دوي سره داسې څه قسمه شميره نشته چې څومره خلکو بغير د علاماتو کورونا وايرس تير کړی.

خو د دوي له شمېرو سره سم کومو خلکو کې چې د کورونا وايرس پخلی شوی هغه ۲۷ فیصده دي.

د دوي په وینا ، د سوات په ۲۲ لاکه ابادي کې یې د جون تر ۲۷مې د ۹۰۰۰ کسانو ټیسټونه کړي دي.

دوي‌ زیاتوي‌ چې له دې ښکاري‌ چې د سوات په زرګونه خلکو ښايي‌ بې علاماتو د کورونا وایرس ناروغي تېره کړې وي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG