د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې له کورونا وايرسه د مړو شمېر تر ۴۰۰۰ واوښت


حیدر اباد کې روغتیايي کارکوونکي د کورونا وایرس معاینې لپاره د یو تن وینه اخلي.
حیدر اباد کې روغتیايي کارکوونکي د کورونا وایرس معاینې لپاره د یو تن وینه اخلي.

د پاکستان د روغتيا چارواکو په وينا په دې هېواد کې د جون تر ۲۷مې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۱۹۸،۸۸۳ ته رسېدلی دی.

بلخوا له دې وايرسه ۴۰۳۵ کسان مړه شوي او تر ۸۶ زره زيات کسان بېرته ورڅخه رغېدلي هم دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې تر ۹۹ لکه ۱۲ زره زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر څلور لکه ۹۷ زره زيات ورڅخه مړه شوي او څه باندې ۵۳ لکه ۶۲ زره بېرته رغېدلي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG