د جنوبي وزیرستان په کرښه اباد د انګور اډې خلکو له افغانستان سره د کاروباري لارو د پرانستلو لپاره احتجاجي مظاهره کړې ده.
د سیمې قبایلي او کاروباري مشرانو د جون پر ۲۶مه د دې احتجاج پر مهال مشال راډیو ته وویل چې حکومت د کورونا وایرس له کبله د انګور اډې لاره له تېرو درې میاشتو راهیسې تړلې ده چې ورسره د دوی ژوند او کاروبار ډېر اغیزمن شوی دی.
مظاهرچیانو دړکه ورکړه چې که له افغانستان سره کاروباري لارې نه پرانستل کېږي نو بیا به دوی خپل احتجاجونه د صوبې ښاري سیمو ته هم وغځوي.
بلخوا د جنوبي وزیرستان ډپټي کمشنر حمیدالله خټک مشال راډیو ته ويلي چې حکومت لارې د وایرس مخنیوي لپاره تړلي دي او انتظامیه ګوري چې کله خطر راټیټ شي نو د انګور اډې لاره به پرانیزي.