د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې حکومت د تېلو بیه لوړه کړې ده


خلک وايي په پمپونو کې یا تېل نه پلورل کېږي یا ګران دي(ارشیف)
خلک وايي په پمپونو کې یا تېل نه پلورل کېږي یا ګران دي(ارشیف)

پاکستان د پټرولیم د مصنوعاتو بیعې د لیټر په حساب تر ۲۵ روپیو لوړی کړې دي.

د جون پر ۲۶مه د وزیر اعظم عمران خان له خوا د سمرۍ تر منظورۍ وروسته د پټرولیم وزارت د تېلو د نویو بیو اعلامیه خپره کړې ده.

د اعلامیې ترمخه د پټرولو بیه د لیټر په حساب ۲۵ روپۍ او ۵۸ پیسې پورته کړل شوې ده او د پټرولو یو لیټر نوې بیه ۱۰۰ روپۍ او ۱۰ پیسې مقرر شوې ده.

د ډیزلو په قیمت کې هم د لیټر په حساب د ۲۱ روپیو او ۳۱ پیسو اضافه اعلان شوې ده او د ډیزلو د یو لیټر نوی قیمت ۱۰۱ روپۍ او ۴۶ پیسې دی.

دلته دا خبره هم د یادونې وړ ده چې د تیلو نوي قیمتونه په معمول کې د نوې میاشت له لومړۍ نیټې عملي کېږي خو دا ځل د نویو بیو اطلاق د جون پر ۲۷مه د شپې پر ۱۲ بجو شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG