د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ټولو ترخو حالاتو سره سره له حکومت سره خبرو ته کښېنو: منظور پښتین


منظور پښتین د غورځنګ له نورو مشرانو سره په اسلام اباد کې د خبري کنفرانس پرمهال
منظور پښتین د غورځنګ له نورو مشرانو سره په اسلام اباد کې د خبري کنفرانس پرمهال

پښتون ژغورنې غورځنګ د حکومت لخوا د مذاکراتو وړاندیز هرکلی کړی او ویلي دي چې حکومت سره به خبرو ته کیني.

د غورځنګ مشر منظور پشتین نن[د جون پر ۲۶مه] د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ سره په اسلام اباد پرېس کلب کې شریکې خبري غونډی ته په وینا کې زیاته کړه، په پښتونخوا او بلوچستان کې خلک وژل کېږي، لادرکه کړل کېږي او زورزیاتې ورسره کېږي او بېکوره کړل شوي خلک له ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه چې د مذاکراتو په نامه ورسره په تېرو دوو کلونو کې ډېرې ترخې پېښې شوې دي خو وایي بیا یې هم خبر اترو ته بشپړه تیاري کړې ده:

"موږ یواځې دومره وایو چې حکومت دې د باور جوړېدو لپاره ګامونه ضرور واخلي ځکه چې زموږ باور ته یې زیات زیان رسولی، هر ځای چې مذاکرات کېږي نو باور دواړو خواوو ته موجود وي، یوې خواته ایف ای آرونه، زندانونه، لرګي او توپک زموږ پر سر نیول شوي وي او د مذاکراتو خبره کېږي نو حکومت دې لومړی د باور جوړېدو په اړه د پي ټي ایم غوښتنې ومني چې نړۍ او ټول خلک هم باوري شي چې حکومت سنجیده دی".

منظور پښتین وویل لومړی د ۲۰۱۸ز کال په فرورۍ کې د اسلام اباد تر احتجاج وروسته حکومت ورسره مذاکرات وکړل، بیا د همدې کال په مې میاشت کې حکومت ورسره د یوې جرګې له لارې مذاکرات وکړل او بیا د ۲۰۱۹ز کال په مې میاشت کې د سېنټ له کمېټۍ سره د دوی مذاکرات پیل شول خو وایي دا ټول مذاکرات د ریاست له خوا خراب شول:

"پر ۳ جون ۲۰۱۸م کال په واڼه کې د پي ټي ایم پر لاریون د امنیتي ځواکونو او طالبانو په ګډ برید کې زموږ څو ځوانان شهیدان شول او تقریباً اووه ټپیان شول او د مذاکراتو بهیر ته فزیکل زیان واړول شو، بیا له سېنټ سره مذاکرات روان وو چې په خړ کمر کې د پي ټي ایم پر مشرانو او احتجاج کوونکو برید وشو او زموږ ۱۶ ملګري پکې شهیدان شول او ۴۸ ټپیان شول او مذاکرات بیا خراب کړای شول، تر هغه وروسته یې هم د مذاکراتو پر ځای زموږ د ملګرو د نیولو لړۍ پیل کړه".

منظور پښتین وویل له سواته تر چمنه چې د پښتنو د ستونځو په اړه د دوی کومې غوښتنې دي‌ هغه به حکومت ته په لیکلې بڼه وړاندې کړي، خو وایي که یې غوښتنې ونه منل شوې او مذاکرات کامیابه نه شول نو بیا به هم د خپلو حقونو لپاره احتجاجي مبارزې ته دوام ورکوي.

د خبري غونډې په مهال د قومي اسمبلۍ غړي‌ محسن داوړ وویل، د پښتون ژغورنې غورځنګ بنیادي ستونځه د پښتنو په سیمو کې د طالبانو موجودګي ده، وایي دوی امن او پخپلو سیمو کې د دې سپانسپر شویو ډلو بشپړه منصوبه ختمېدل غواړي.

محسن داوړ هم وویل چې دوی له حکومت سره مذاکراتو ته تیار دي ځکه چې وایي د دوی پرامن تحریک دی او په مذاکراتو باور لري خو ټینګار یې وکړ چې په مذاکراتو کې ټول فریقین هم را شامل کړي چې اشاره یې پوځ او استخباراتي ادارو ته وه:

"وفاقي حکومت ته پکار دی چې د مذاکراتو لپاره د ریاست ټول اړخونه [سټېک هولډر] باوري کړي ځکه چې د دې ریاست ټولې سټرېټیجک پالیسۍ یې هغوی [پوځ] ته سپارلې دي".

د قومي اسمبلۍ بل غړي علي وزیر د خبري غونډې په مهال وو د پاکستان ریاست تل پښتنو، بلوڅانو،‌ سیندیانو او نورو مظلومو خلکو ته د مذاکراتو په نامه دهوکه ورکړې ده، وایي دا ځل که بیا ریاست مذاکرات کول غواړي نو بشپړه تیاري دې وکړي:

"چا چې موږ ته د مذاکراتو وړاندیز کړی هغوی دې په هره حواله ځانونه پوره کړي، ټول فریقین که سلیکټیډ [راوستل شوي] دي که الیکټیډ [منتخب شوي] دي که ادارې دي ټول دي پوره کړي، له دوی سره نادره موقع ده باید چې په سنجیدګۍ سره ترې ګټه واخلي".

د پاکستان د دفاع وزیر پروېز خټک د جون پر ۱۵ مه نېټه د رسنیو له لارې اعلان وکړ، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته یې د مذاکراتو بلنه ورکړې ده. منظور پښتین په خبري غونډه کې تایید کړه چې پروېز خټک او د قومي اسمبلۍ بل غړي اسد عمر هم دوی ته ټلیفون کړی او د مذاکراتو په اړه یې ورسره رسمي‌ خبرې کړې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG