د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د یوه ځوان په لوڅولو پینځه پولیس والا معطله


د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان د یوه ځوان د لوڅولو او وهلو پر سر د تاکال تاڼې اېس اېچ او او څلور پولیس واله معطله کړي دي.

د پېښور پولیسو یوه چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط نن مشال راډيو ته وویل اعلا وزیر دا اقدام له هغه پس واخیست چې پر ټولنیزو رسنیو د تاکال پولیس تاڼه کې له عامر تاکالي نومي ځوان سره د ناروا چلند ویډیو وایرل شوه. په دې کې ښودل کېږي چې پولیس له عامر تاکالي څخه کالي باسي اولڅ لغړیې وهي ټکوي. د پولیسو په ادعا چې دوی ته یې ښکنځلې کولې.

د دغه ویډیو روستو په ټولنیزو رسنیو د خېبر پښتونخوا د پولیسو او د تحریک انصاف لخوا د پولیسو د اصلاحاتو په ادعاوو سخت عکس العمل رامخې ته شو. په عین حال کې اېس اېس پي اپرېشن ظهور بابر اپرېدي لخوا په یوه سرکاري اعلامیه کې د دغه پېښي په تړاو د تاکال تاڼې اېس اېچ او له څلورو نورو پولیس اهلکارو سره له خپلې دندې لیرې کړل شوي دی. اعلا وزیر محمود خان د دغه پېښې نوټس اخېستی او د ده له دفتره خپور شوی بیان وايي چې د صوبې له پولیس مشره یې دپېښې زغرده راپور غوښتی دی. په بیان کې راغلي چې ککړ پولیس دې ونیسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG