د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په حرمزۍ کلي کې هره ورځ جنازې پورته کوو"


د پښين ضلعې حرمزۍ کلی
د پښين ضلعې حرمزۍ کلی

د بلوچستان د پښين ضلعې په حرمزۍ کلي کې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د يوه مړي د فاتحې کمبله ټوله شوې نه وي چې بله هواره شي. د ځايي خلکو په وينا دغه مړينې د کورونا وايرس له خپرېدو وروسته زياتې شوي دي.

د حرمزۍ کلي يو مخور عبدالبصير چې عمر يې تر ۵۰ کاله اوښتی، وايي چې دی هم په تېره روژه کې په کورونا وايرس اخته شو خو له ډېرو کړاونو او اوږدې درملنې وروسته په دا وروستيو کې بيا ورغېدی. د نوموړي په وينا د مړينو لړۍ لا هم دوام لري.

"ډېره پرېشاني ده. هره ورځ اعلان دی، هره ورځ فاتحه ده. هره ورځ خلک مري. بيا د سيمې ښه ښه علما او مخکښه کسان مړه شول. داسې لو په ګډ شوی دی."

د نوموړي په وينا پر ځاني زيان سربېره ډېر زيات مالي زيانونه هم اوښتي دي.

"کاروبارونه ودرېدل او بېروزګاري زياته شوه. زموږ د کلي خلک په لويو ښارونو کې مزدوري کوي خو دا درې څلور مياشتې کېږي پر کورونو ناست دي او بېروزګاره شول. له دې څخه ډول ډول ستونزې پيدا شوي دي."

د حرمزۍ کلي يو مدني فعال سيد سميع الله اغا وايي چې د شاوخوا ۵۰ زره ابادي لرونکي دې کلي کې د روژې او کوچني اختر په مياشتو کې تر ۴۰ زيات کسان مړه شوي چې د زياترو عمرونه له ۶۰ کلونو پورته دي. دا چې په دې کلي کې کورونا وايرس په لومړي سر کې څنګه خپور شو؟ نوموړی وايي چې د حرمزۍ زياتره خلک لوستي او کاروباريان دي چې يو شمېر يې په بهر هېوادونو کې هم کارونه کوي.

"زموږ په کلي کې کورونا وايرس نه و. دا له بهره راغلی. کله چې دا وبا خپره شوه نو د چين، ايران او اروپا مساپر کلي ته راستانه شول نو غالب امکان دا دی چې دا وبا دلته له دباندې څخه راغلې ده."

د سميع الله اغا په وينا د حرمزۍ زياتره مړه شويو کسانو د کورونا وايرس ټېسټ نه و کړی او نه هم روغتون ته د درملنې لپاره تللي وو خو د ځايي ډاکټرانو په وينا د دوی د ناروغۍ ټولې نښې د کورونا وايرس وې. له پښين سره اړه لرونکی ډاکټر او د پښتورګو متخصص لياقت تابان چې خپله هم له کورونا وايرسه رغېدلی وايي چې په حرمزۍ او شاوخوا نورو کليو کې دغه وايرس ډېر زيات ځاني زيانونه اړولي دي.

"چې د ناروغانو علاماتو او کړۍ ته وګورو نو په حتمي ډول ويلای شو چې دلته زياتره مړي له کورونا څخه شوي دي. پر حرمزۍ سربېره په کربلا، خانوزۍ او کاريزاتو کې هم هره ورځ دوه درې کسان مري. پخوا هم مړي کېدل خو اوس يې کچ څلور يا پنځه چنده زيات شوی دی چې لويه وجه يې کورونا ده."

ډاکټر تابان زياتوي چې دلته خلک بې احتياطي کوي او د روغتيا د نړيوالې ادارې پر لارښوونو لکه واټن ساتل، صفايي کول او داسې نورو باندې عمل نه کوي نو ځکه دغه وبا په تېزۍ سره خپره سوه. بلخوا د حرمزۍ اوسېدونکی عبدالبصير وايي چې په لومړي سر کې د کورونا وايرس په اړه ناسم تبليغات هم د دې وايرس د خپرېدو سبب شول.

"که يو چا ويل چې کورونا مرض ورته لګېدلی نو دا به يو ډول پېغور بلل کېده چې دا د مسلمان ناجوړي نه ده. بيا دا خبرې شروع شوې چې که سرکاري هسپتال ته ورغلې نو تړي دي، بندوي دي يا وژني دي يا د زهرو ستنې درلګوي. نو يو خو دغه افواه او پروپېګنډې وې، بل د پېغور خبره وه او درېيمه خبره زموږ د ځوانانو زياته بې احتياطي وه. اوس هم زموږ په پښتنو کې ګڼ خلک داسې شته چې دا نه تسليموي چې دا ناجوړي يا په دې کلي کې شته يا په دنيا کې."

عبدالبصير زياتوي که څه هم اوس د کلي ځېنې ناروغان روغتونونو ته ځي خو زياتوي بلخوا په جنازو او فاتحو کې اوس هم خلک ګډون کوي او ځوانان له يو بل سره لوبې او مجلسونه کوي.

په پاکستان کې د روغتيا چارواکو په وينا د جون تر ۲۴مې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر شاوخوا يو لک ۸۹ زره ته رسېدلی دی. له دې وايرسه څه باندې ۳۷۵۵ کسان مړه شوي خو تر ۷۷ زره زيات بېرته رغېدلي هم دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

د جون تر ۲۴مې په نړۍ کې تر ۹۳ لکه ۸۱ زره زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې څه باندې څلور لکه ۸۰ زره ورڅخه مړه شوي او تر ۵۰ لکه زيات بېرته رغېدلي دي.

"په حرمزۍ کلي کې هره ورځ جنازې پورته کوو"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:58 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


XS
SM
MD
LG