د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د اوکراینۍ الوتکې توره پېټۍ فرانس ته استوي


د ویشتل شوې اوکراینۍ الوتکې تور بکس
د ویشتل شوې اوکراینۍ الوتکې تور بکس

ایران ویلي دوی به په دغه هېواد کې د رالوېدلې اوکراینۍ الوتکې توره پېټۍ (بلېک باکس) په راروانو څو ورځو کې فرانس ته د نورو مالوماتو لپاره ولېږي او د دغه الوتکې د متاثرو کورنیو په اړه یې د تاوانونو د شخړې هوارولو ته هم رضا مندي ښودلې ده.

د ایران بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۲۲مه لیکلي چې د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف له خپل کاناډایي سیال فرانکویېس فلپ سره په ټېلېفون دغه خبرې کړي دي.

فرانکویېس فلپ ویلي چې جواد ظریف ورسره منلې دي چې ډېر ژر به د دغه الوتکې رېکارډرز فرانس ته ولېږي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر په بیا بیا پر ایران زور راوړې چې په دغه نسکورې شوې الوتکې کې دې د وژل شوو کسانو کورنیو ته تاوانونه ورکړي او ویلي یې دي چې ایران په دې اړه په مذاکراتو کې شاملېدو ته راضي شوی دی.

بلخوا د ایران بهرنیو چارو وزارت وایي، دوی کیف ته ویلي چې په دې اړه خبرو ته تیار دي چې څنګه د ټولو قانوني شخړو هوارولو او د دغو متاثرو کورنیو ازاله وکړي خو لا هم له هغې غاړې پلاوي ته په انتظار دي.

د روان کال د جنورۍ پر اتمه نېټه د اوکراین یوه مسافر وړونکې الوتکه (پرواز ۷۵۲) د تهران له هوایي ډګره د الوت لږ وروسته د ایران لخوا وویشتل شوه، دغه الوتکه چې کیف ته روانه وه پکې سپاره ټول ۱۷۶ مسافر مړه شول.

ایران وروسته ومنله چې په غلطۍ سره یې دغه الوتکه ویشتې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG