د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غلام خان، تورخم او چمن لارو خلاصېدو ته د سوداګرو هرکلی


په تورخم کې به مالونو بار ټرکونو افغانستان ته اوړي
په تورخم کې به مالونو بار ټرکونو افغانستان ته اوړي

د ننګرهار سوداګر وايي چې د تورخم، غلام خان او چمن لارې په خلاصیدو سره به د دوی تازه ميوې او سبزي پر وخت د پاکستان بازارونو ته ورسېږي چې ورسره به د دوی بڼوال او بزګران له خساري وژغورل شي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او صنعت رييس محمد حسن محسین د جون په دوه ویشتمه نېټه مشال راډيو ته وویل، د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ګډو هلو ځلو په نتیجه کې د افغاني صادراتو پر مخ د تورخم، چمن او غلام خان لارې پرانستل شوې دي.

نوموړی وړاندې وايي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت له پاکستان سره په توافق په یوه ګډ میکانېزم باندې کار وکړ چې افغاني صادرات پاکستان ته او له پاکستان څخه بیا نورو هيوادونو ته صادر شي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند شاکرالله ساپي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې په تېرو درېو میاشتو کې د تورخم لار له تړلو څخه افغان صادراتو ته د نېږدې سل میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګرو او کروندګرو ته خساره اوښتې ده.

نوموړی وړاندې وايي، په افغانستان کې د میوې او سبزي سېزن دی، که چېرې دا لارې خلاصې شوې نه وې، نو د افغانستان شپېته سلنه زراعت او کرنه زیانمنه کېدله.

شاکرالله زیاتوي دا نن چې لار خلاصه شوه، د ورځې به یو نیم سل لارۍ د تورخم، غلام خان او چمن له لارو پاکستان ته اوړي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې يو تن غړي ډاکټر مخلص مشال راډيو ته وویل، د افغانستان نوي سلنه میوه جات او سبزي پاکستان ته استول کېږي. دی وايي د دې تر څنګ بېلا بېل معدني توکي د تورخم، غلام خان او سپین بولدک له لارو په ګټه اخیستو له پاکستانه نورو هېوادونو ته ولېږدول شي.

تېره شنبه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ويلي چې د جون پر ۲۲ مه د غلام خان لارې وازېدل به د دواړو خواوو د خلکو اقتصاد پياوړی کړی.

د جون پر ۲۰مه خپاره کړي بیان کې یې راغلي چې د تورخم، چمن او غلام خان لارې به د اونۍ شپږ ورځې د سوداګرۍ او د خالي/شنبې پر ورځ به د خلکو تګ راتګ لپاره پرانیستې وي. بیان زیاتوي چې ټول ټرانسپورټ به د کورونا وایرس ناروغۍ مخنیوي احتیاطي تدابیرو په پام کې له نیولو سره کېږي.

په شمالي وزیرستان کې سوداګرو د غلام خان بندر بیا پرانستولو ته هرکلی ویلی خو زیاتوي چې پر دغه لار بیاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري لا پراخه شي. بلخوا په سیمه کې مرستیال کمېشنر مشال راډیو ته وویل چې ډېر زر به تجارت وده ومومي او لار به د عام تګ راتګ لپاره هم وازه کړي. د عمر وزیر رپورټ په لاندیني لینک کې واورئ​

پر غلام خان بندر دې دوه اړخیزه تجارت پراخ کړل شي: سوداګر
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:04 0:00

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۸ کال کې د دې لار فعالولو لپاره د سامانونو او ټرکونو د معاینې، کسټم او نورو چارو لپاره اډه او تمځایونه هم جوړ کړي ول. اسلام اباد د کورونا وایرس وبا له وجې د مارچ په نیمايي کې د تورخم او چمن لارې وتړلې خو وروسته یې په اپرېل او مې کې د سوداګرۍ او د خلکو تګ راتګ لپاره په جزوي ډول پرانیستې.

دا په داسې حال کې ده چې د بلوچستان د چمن او د افغانستان د سپین بولدک ترمنځ د لارې تړل کېدو پرضد د جون تر ۱۹مې پورې احتجاج وشو. دا پرلت تجارانو، ځايي قبایلي مشرانو او ځینو سیاسي ګوندونو پیل کړی وو.

دوی ويل‌ د دې لارې تړل کېدو نه یوازې خلک بې روزګاره کړي دي بلکې د پولې دواړو غاړو ته مېشت رشته داران یې هم له یو بله بېل کړي دي.

د پرلت مشر محمد اسلم اڅکزي د جون پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل هېوادونه دې ځکه تجارتي لارې نه بندوي چې دې سره پر ډيورنډ کرښه دواړو غاړو ته ابادو خلکو اقتصاد تړلی دی.

پاکستان له افغانستان سره یو شمېر تجارتي لارې لري چې تورخم ، چمن ، غلام خان بندر ، انګور اډه او خرلاڅو پکې ډېرې مهمې بلل کېږي. پر دې لارو نه یوازې په هره ورځ په زرګونه خلک تجارتي تګ راتګ کوي بلکې د پولې دواړو غاړو ته مېشت قبایل د خپلو رشتو پاللو ته هم ځي راځي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG