د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن ـ بولدک لار تړلو ضد پرلت پر یوولسمه ورځ هم روان دی


په چمن کې پرلت پر ۱۱مه ورځ هم روان وو چې له افغانستان سره تړلې بولدک لار دې خلاصه کړل شي
په چمن کې پرلت پر ۱۱مه ورځ هم روان وو چې له افغانستان سره تړلې بولدک لار دې خلاصه کړل شي

پراګ - د بلوچستان د چمن او د افغانستان د سپین بولدک ترمنځ د لارې تړل کېدو پرضد د جون پر اتمه پیل شوی پرلت لا هم دوام لري.

دا پرلت تجارانو، ځايي قبایلي مشرانو او ځینو سیاسي ګوندونو پیل کړی دی.

دوی وايي‌ د دې لارې تړل کېدو نه یوازې خلک بې روزګاره کړي دي بلکې د پولې دواړو غاړو ته مېشت رشته داران یې هم له یو بله بېل کړي دي.

د پرلت مشر محمد اسلم اڅکزي د جون پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، حکومت دې لاره داسې خلاصه کړي لکه څنګه چې د روان کال د مارچ تر دوهمې نېټې وړاندې وه.

''موږ غواړو چې حکومت دې د چمن پوله داسې پرانیزي لکه څنګه چې د روان کال د مارچ تر دویمې نېټې وړاندې پر خلکو تګ راتګ او تجارت کاوی. له دې د پولې دواړو غاړو ته د شاوخوا یو کروړ خلکو امدن تړلی دی.''

د چمن-بولدک لار خلاصولو پرلتوال بیا بیا لاریون هم کوي
د چمن-بولدک لار خلاصولو پرلتوال بیا بیا لاریون هم کوي

د پرلت یو بل مخکښ او د بلوچستان د مرکزي انجمن تاجران چمن مشر صادق خان اڅکزي د جون پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې د لارې تړل کېدو پر خلکو د سهار او ماښام ډوډۍ درولې ده.

د پاکستان حکومت د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د روان کال د مارچ پر ۲۲مه د چمن او بولدک پوله د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې وه خو وروسته یې په اپرېل او مې میاشت کې پکې نرمي هم اعلان کړې وه.

خو صادق خان اڅکزي وویل چې هلته د تجارت خلاصېدو پرېکړه د نه برابر عملي‌ شوې ده.

( زموږ ځايي‌ تجارت بلکل بند دی ، دلته د پېکج په نامه د تګ راتګ اجازت وو هغه بند دی ، دلته د خلکو رشتې دي هغه متاثره دي ، خلک پر فاقه کشي مجبور دي ، دوي‌ پښتانه وژني د هغوي معشیت وژني.)

پاکستان له افغانستان سره یو شمېر تجارتي لارې لري چې تورخم ، چمن ، غلام خان بندر ، انګور اډه او خرلاڅو پکې ډېرې مهمې بلل کېږي.

پر دې لارو نه یوازې په هره ورځ په زرګونه خلک تجارتي تګ راتګ کوي بلکې د پولې دواړو غاړو ته مېشت قبایل د خپلو رشتو پاللو ته هم ځي راځي.

صادق خان اڅکزی وايي ، د چمن او بولدک ترمنځ لارې تړل کېدو په یوه نه یوه شکل کې د شاوخوا یو لاک خلک ورځنی ژوند متاثره کړی دی.

( زموږ ۲۰۰۰۰ کسان یوازې د لاس مزدوي د افغانستان په منډیو کې کوي‌ ، دوه ، درې زره کسان د برامداتو یا درامداتو کاروباریان ، منشیان او د ګومراکتو خلک او څلور ، پنځه زره هغه کسان ځي راځي چې علاج کوي او یا نور ضرورتونه لري.)

پښتون ژغورنې غورځنګ هم د روان پرلت نه یوازې ملاتړ کړی بلکې مشران او استازي یې پکې ګډون او ویناوې هم کوي.

د غورځنګ یو مرکزي مشر او له چمن سره اړه لرونکي ملا بهرام مشال راډیو ته وویل ، دوي‌ د پرلت غوښتنې پرځای او قانوني‌ بولي نو ځکه یې ملاتړ کوي. ''موږ د دې لارې تړل کېدو کلکه غندنه کوو ، لکه څنګه چې له ایران او هند سره پولې خلاصې دي هم داسې پاکستان ته د پروازونو راتګ پیل شوی دی نو موږ غوښتنه کوو چې پاکستان دې موږ ته هم داسې یو څه لار را وباسي هغه ځکه چې زموږ پر هم دې پوله په ورځ ډوډۍ ګټو او په شپه یې خورو.''

د لارو تړل افغانستان او پاکستان دواړو ته تاواني دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:06 0:00

د روانې جو میاشتې پر ۱۱مه نېټه د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهواڼي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چمن-بولدک لار یې د کورونا وبا مخنیوي په خاطر تړلې ده او چې کله هم حالات نارمل شي د پخوا غوندې به یې بیا خلاصه کړي.

د پاکستان وفاقي حکومت د مارچ پر دویمه نېټه د کورونا وایرس د مخنیوي په اړه د افغانستان سره د چمن سردي پوله تړلې وه. ورسته حکومت خلکو ته د پیاده تګ راتګ اجازه ورکړه، خو د وړو سوداګرو د کار روزګار لپاره لا هم دغه دروازه تړلې ده.

د پاکستان قامي اسمبلۍ مرستیال سپیکر او د واکمن تحریک انصاف د بلوچستان مخکښ قاسم خان سوري د جون پر ۱۸مه پر ټویټر لیکي، دوی هیله مند دي چې دا پوله به د جون تر ۲۲ د هر ډول تجارت او تګ راتګ لپاره پرانستل شي.

خو د ده په وینا، د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره به ټولې لارښوونې په پام کې نیول کېږي.

XS
SM
MD
LG