د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا "دا کال ۱۸ اربه افغانۍ افغان کډوالو ته ورکوي"

له ايرانه راستنيدونکي افغان کډوال
له ايرانه راستنيدونکي افغان کډوال

په افغانستان کې د امریکا سفارت ویلي د هغو کډوالو افغانانو تر څنګ ولاړ دي چې په ایران کې زیاتی ورسره شوی، شکنجه شوي او وژل شوي دي.

یاد سفارت د جون پر ۲۰مه پر ټوېټر لیکلي چې امریکا به سږ کال ۱۸ اربه افغانۍ له کډوالو او نورو بیوزله افغانانو سره د مرستې لپاره افغان حکومت ته ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت سرپرست ، حنیف اتمر نن د ایران پلازمېنې تهران ته ځي. د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت پرون وویل چې د دې وزارت سرپرست به له ایراني لوري سره پر ټولو وروستیو پرمختګونوخبرې وکړي.

په ایران کې له مېشتو افغان کډوالو سره د ایراني چارواکو چلند په وروستیو کې د کابل او تهران ترمنځ روابط کړکېچن کړي دي. دا له هغه وروسته ده چې تېره میاشت د ایران په یزد کې د ایراني پولیسو په ډزوکې یوشمېر افغان کډوالو وژل شوي او ټپي شوي وو.

XS
SM
MD
LG