د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: له کورونا د مړو شوو شمېر له ۳۵۰۰ واوښت


په لاهور کې پوليس د ټولبند د عملي‌کولو لپاره لارې بندوي
په لاهور کې پوليس د ټولبند د عملي‌کولو لپاره لارې بندوي

په پاکستان کې د کورونا وایرس له کبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۹ کسان نور مړه شوي دي.

د کورونا وایرس په اړه د پاکستان ځانګړې سرکاري ویب پاڼه لیکي چې له دې سره تر اوسه په ټول ملک کې د کورونا وایرس وژلو شمېر ۳۵۰۱ ته رسېدلی دی.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول پاکستان کې ۴۹۵۱ نور کسان په کورونا اخته شوي دي. له دې سره په پاکستان کې په کورونا د اخته خلکو شمېر تر یو لاک ۷۶ زره اوښتی دی.

د سرکاري شمېرو له مخې ، په پاکستان کې تر اوسه نژدې ۶۸ زره کسان له دې ناروغۍ جوړ شوي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG