د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په لوګر کې ۱۰ وسله وال وژل شوي


د لوګر ولایت امنیه قوماندانۍ
د لوګر ولایت امنیه قوماندانۍ

د افغانستان د لوګر امنیتي چارواکي وایي تېره شپه ناوخته وسله والو په برکي برک ولسوالۍ او د مرکز اړوند سیمو کې د ملي پولیسو پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې ۱۰ وسله وال وژل شوي دي.

د جون پر ۲۰مه د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي مشال راډیو ته وویل، چې وسله والو یاد بریدونه د برکي برک ولسوالۍ د تقې کلا او د مرکز اړوند د راه کجي په سیمو کې د ملي پولیسو پر امنیتي پوستو کړي دي.

ده وویل، د افغان هوايي او ځمکنیو ځواکونو په ځوابي عمل کې د وسله والو بریدونه په شاه تمبول شوي او په برکي برک کې ۹ ووژل شول او ۳ تنه ټپیان شول.

د ده په وینا یو وسله وال د مرکز اړوند د راه کجي په سیمه کې وژل شوی دی.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند وویل، د وسله والو په دې بریدونو کې افغان ځواکونو ته ځاني زیان نه دی رسیدلی.

د لوګر امنیتي چارواکي داسې مهال د وسله والو طالبانو د تېرې شپې د ډله ییزو بریدونو د شنډولو خبره کوي، چې وسله والو په ورته توګه په پکتیا، پکتیکا او غزني ولایتونو هم د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه کړي، چې دواړو لورو ته په کې تلفات اوښتي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG