د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې ۱۳ کسان د بېلا بېلو جرمونو په تور نیول شوي


په خوست کې نیول شوي کسان
په خوست کې نیول شوي کسان

د افغانستان په خوست کې د پولیسو لخوا ۱۳ کسان د قتل، غلاوو، د نشه يي توکو د کاروبار او کورني تاوتریخوالي په تور نیول شوي دي.

د جون پر ۲۱مه د خوست امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر مشال راډيو ته وویل، چې په نیول شویو کې دوه تنه د قتل، اووه تنه د غلا، درې کسان د نشه يي توکو د پېر او پلور همدارنګه یو کس بیا په کورني تاوتریخوالي تورن دی.

ده وویل، یاد کسان د تېرې یوې اونۍ په موده کې نیول شوي، لومړني تحقیقات يې بشپړ دي او عدلي ارګانونو ته به وسپارل شي.

د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاتوي، په دې وروستیو کې د پولیسو لخوا د امنیتي او جنايي پېښو د مخنیوي او په دې جرمونو د تورنو کسانو د نیولو لپاره هڅې چټکې شوې دي.

ده د امن د ډاډ منولو او جنايي پېښو په مخنیوي کې د ولسونو ونډه هم مهمه وبلله او له خلکو يې وغوښتل چې دوی سره دې همکاري وکړي.

د خوست امنیتي مسوولین داسې مهال د خپلو فعالیتونو د چټکولو خبره کوي، چې په دې وروستیو کې په دې ولایت کې پرلپسې پېښو د خلکو انديښنې راوپارولې او دا مسالې د افغانستان امنیتي سکټور له وزیرانو او مشرانو سره هم شریکې شوې.

XS
SM
MD
LG