د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا له کبله مړي‌ ۳،۳۸۲ ته رسېدلي‌


د کورونا وایرس له کبله د یو مړي‌ تابوت
د کورونا وایرس له کبله د یو مړي‌ تابوت

په پاکستان کې د جون پر ۲۰مه له کورونا وايرسه ۸۴ نور کسان مړه شوي او شاوخوا ۳۰۰۰ نوي کسان په اخته شوي دي.

دا ډول په ټول هېواد کې د جون تر ۲۰مې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۱۷۱،۶۶۶ ته رسېدلی دی.

بلخوا له دې وايرسه ټولټال ۳،۳۸۲ کسان مړه شوي او تر ۶۳ زره زيات بېرته ورڅخه رغېدلي هم دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې تر ۸۷ لکه ۷۶ زره زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر څلور لکه ۶۲ زره زيات ورڅخه مړه شوي او څه باندې ۴۶ لکه ۴۰ زره بېرته رغېدلي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG