د لاسرسي ځای

تازه خبر

سند: پر رېنجرز ځواکونو بمي چاودنې ۳ کسان وژلي

د سند امنیتي چارواکي وايي، دا پېښه د جمعې په ورځ غرمه مهال د کهوټکي په یوه بازاره کې شوې ده.
د سند امنیتي چارواکي وايي، دا پېښه د جمعې په ورځ غرمه مهال د کهوټکي په یوه بازاره کې شوې ده.

د پاکستان د سند صوبې په ګوټکي سیمه کې بمي چاودنې د پاکستان د رېنجرز ځواکونو د سرتېرو په ګډون ۳ تنه ووژل.

د سند امنیتي چارواکي وايي، پېښه د جمعې په ورځ غرمه مهال د ګوټکي په یوه بازاره کې شوې ده.

د ګوټکي یوه امنیتي چارواکي فرخ لونجر ډان خبري اژانس ته د دغه پېښې په اړه ویلي: "د رېنجرز ځواکونو موټر په بازار کې ولاړ و، چې بمي چاودنه پرې وشوه او په نتیجه کې یې د رېنجرز ځواک دوه عسکر او یو ولسي وګړی وژل شوي دي."

د فرخ په وینا، امنیتي ځواکونو تر پېښې وروسته سیمه محاصره کړې او د بمي چاودنې د نوعیت د معلومولو ترڅنګ یې د چاودنې تحقیقات هم پيل کړي دي.

په پاکستان کې په دې وروستیو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه یو ځل بیا ډېر شوي.

تر دې مخکې د روانې میاشت په لومړیو کې په بلوچستان کې هم پر پاکستاني پوځیانو بریدونه دوی ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د یادونې وړ ده، چې تر دې دمه لا کومې وسله والې ډلې په د سند په کهوټکي کې د پاکستان پر رینجرز ځواکونو د برید مسوولیت نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG