د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا سږنی بجټ ۹۲۳ اربه روپۍ


د خیبر پښتونخوا د خزانې صوبايي وزیر تیمور سلیم جګړا نن د۹۲۳ اربو روپیو بجټ د اسمبلۍ غونډي ته وړاندي کړو چې پکې د نویو ضم شوي قبايلي ضلعولپاره ۸۸ اربه روپۍ ایښي دي. په دې کې ۲۷۴ اربه روپۍ د سرکاري ملازمینو د تنخاګانو او ۸۶ اربه روپۍ د سرکاري ملازمینو پنشن دی.

په بجټ تقریر کې تیمور سلیم جګړا مهمه خبره دا وکړه چې سږ کال په بجټ کې د روغتیا څانګې ته خصوصي پاملرنه شوې ده او د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره د۲۴ اربه روپیو کورونا پانګه یا فنډ جوړ کړل شوې دې او د روغتیا د څانګي لپاره نورې ۱۲۴ اربه روپۍ مختص کړل شوې دي.

تیمور سلیم جګړا دا هم وویل چې په روان مالي کال کې به د خیبر پښتونخوا ټولو وګړو ته د روغتیا انصاف کارډ ورکول کېږي.

د بجټ په تقریر کې تیمور سلیم جګړا وویل، چې د کویډ ۱۹ وبا په تېرو درېو میاشتو کې خیبر پښتونخوا صوبې ته د ۱۶۰ اربو روپیو مالي خساره اړولې خو زیاته یې کړه چې په بجټ کې نوي ټیکسونه نه دي لګول شوي او د حکومتي لګښتونو کمولو هڅه شوې ده.

په بجټ تقریر کې د خزانې وزیر وویل چې د سالانهترقیاتي پروګرام لپاره ۱۰۴ اربه روپۍ مختص شوي دي او له وړاندې د روانو ترقیاتي کارونو په حساب د ترقیاتي کارونو لپاره ټولي ۳۱۷ اربه روپۍ مختص شوي دي.

XS
SM
MD
LG