د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې نجونه د ټېنس لوبو لپاره سهولتونه نه لري


د قبایلي سیمو جینکۍ لوبغاړې وایي په سکولونو او کالجونو کې د لوبو میدانونه نه لري.
د قبایلي سیمو جینکۍ لوبغاړې وایي په سکولونو او کالجونو کې د لوبو میدانونه نه لري.

د خیبر پښتونخوا د ټینس نجونه لوبغاړې وايي هلکانو غوندې د لوبو لپاره سهولتونه نه لري.

د ټینس لوبغاړې انعم وايي په پېښور کې دا ویل کېږي چې هلکان او نجونه برابر دي، نو د نجونه لپاره هم باید اسانتیاوې موجودې وي.

انعم وویل پکار ده چې نجونو ته هم د ټېنس لوبو لپاره هر ډول سهولتونه ورکړل شي: (دلته په پېښور کې داسې هېڅ نشته. اوس خو د کورونا له امله هر څه بند دي نو هغه لږ ډېر مشقونه به چې کېدل، هغه هم اوس نه کېږي. داسې یو ځای ضروري وي کنه چېرته چې جینکو ته په ښه ډول تربیت ورکول کېدای شي. خو که د لوبو له پلوه وګورو نو بېخي دوی یو برابر نه دي ځکه چې هلکان زیات سهولتونه لري."

په پاکستان کې د ټینس لوبې د هېواد د ټینس فیډریشن لاندې کېږي. دغه اداره په پاکستان کې د ټینس چارو ته ګوري، په قامي سطح لوبې ترتیبوي او د نړیوالو لوبو لپاره هم انتظامات کوي.

د خیبر پښتونخوا د لوبو د ډایریکټریټ چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا کې جدید ټینس کورټونه په پېښور، مردان او ایبټ اباد کې دي.

په پېښور کې غټ ټینس کورټونه قیوم سپورټس کمپلیکس او حیات اباد سپورټس کمپلیکس کې دي.

خو د ټينس ښځینه لوبغاړي یې د سهولتونو په اړه ځیني شکایتونه لري.

په پېښور کې اورین جاسیا د ټینس یوه لوبغاړې ده چې تېر کال یې په لوبه کې د سرو زرو تمغې ګټلې وې. اورین د خیبر پښتوخوا ټینس لوبغاړو کې په اول نمبر او په ټول پاکستان کې په درېم نمبر ده.

اورین مشال ریډیو ته وویل په پاکستان کې په قامي کچه د پښتونخوا ټینس لوبغاړي په اوچتو درجو/رینکنګز کې راځي خو په صوبه کې د ټینس انفراسټرکچر په خرابو حالاتو کې دی. اورین ګیله وکړه چې د لوبو د ډایریکټریټ چارواکي د دوی حوصله افزايي نه کوي.

"مخکې به لوبغاړیو ته توجه ورکول کېده او وظیفې به ورته ملاوېدې. په شاهي باغ کې د ټینس پنځه کورټونه دي. دوی د هغې ټیکه اخیستې وه. د هغې هم څه کال یو نیم وشو. ما و کتل زموږ کورټونه دومره زیات خراب شوي دي. زما له خپل حکومت نه خواست دې چې هغه چا ته ټېکه مه ورکوئ چې د څلورو لکو روپو ټېکه واخلي، د یو لک کار وکړي او درې لکه جېب ته کړي. موږ نه دي کتلې چې ډي جي سپورټس د لوبغاړیو ملاتړ کوي. که یې ته په مالي توګه ملاتړ نه شی کولای نو حوصله افزايي خو یې کولای شی کنه. داسې څه هم نشته. ما پروسږ کال د سرو زرو درې تمغې واخیستې. تر اوسه ما ته ډي جي سپورټس دا هم نه دي ویلې چې تاسو راشۍ، تاسو کومې تمغې او کوم سرټیفیکېټوه اخیستي دي. د ښځو لپاره خو هډو سهولت نشته. که چرته شکایت وکړی د څه سامان نو بس دا درته وايي چې بس دې مړه ته جینۍ یې، په کور کېنه. په لوبه څه کوې؟ دوی سره یوازې دې لفظ دې."

خو د خیبر پښتونخوا د لوبو د محکمې ډایریکټر جنرل اسفندیار خان خټک مشال ریډيو ته وویل چې په پېښور کې ټینس کورټونه په سم حالت کې دي. نوموړي وویل که چا ته څه مسله وي نو دفترې یې خلاصې دي، دوی به د هغو شکایتونو د لېرې کولو کوشش کوي.

"موږ منو چې د جینکو سپورټس بې غوره پاتې شوی دی. خو موږ هلې ځلې پیل کړي دي چې د جینکو لوبې هم پرمخ بوځو. په نیشنل ګېمز کې په اول ځل د جینکو د بیس بال لوبډلې تمغه و ګټله او موږ ټولو لوبغاړیو، هلکانو او جینکو ته هره میاشت اعزازي پيسې ورکول پیل کړي دي. زموږ د لوبو د اولې درجې (( اې کلاس )) سهولتونه هلکانو او جینکو دواړو لپاره خلاص دي. قیوم سپورټس کمپلیکس کې ټینس کورټونه دي، په هغې کې د جینکو خپل وخت دې او د هلکانو خپل. حیات اباد سپورټس کمپلیکس کې زموږ یو ټینس کورټ دی، هغه باالکل کولاو دې جینکو او هلکانو دواړو ته. شاهي باغ ټینس کورټونو کې خو جینکۍ څه هلکان هم نشته. که کوم وخت هم جینکۍ هلته تلل غواړي نو موږ ته دې ووايي. هغه بالکل په سم حالت کې دي. مسله دا ده چې هلته لوبغاړي نشته. موږ اوس د ډویژن په سطح په هر مرکز پېښور، مردان، سوات، ایبټ اباد، ډي ای خان، کوهاټ، دې کې موږ د جینکو لپاره دننه جیمنیزیمې جوړې کړې. په پېښور کې یې ټيندر وشو، کار ورباندې روان دی. د جینکو د سپورټس لپاره په سالانه ترقیاتي بجټ یا اې ډي پي کې پروژې هم را روانې دي او انشا الله چې کومې جینکۍ لوبې کوي نو موږ د هغوی مالي ملاتړ کوو او حوصله افزايي یې هم کوو."

د خیبر پښتونخوا سپورټس ډایریکټریټ د شمېرو ته مخه په صوبه کې شا او خوا پنځوسو نه تر شپیتو پورې جینکۍ ټینس لوبغاړي دي چې عمرونه یې د ۲۱ نه کم دي.

په دې کې په پېښور کې اووه ، په مردان کې څلور، او دغه راز په ایبټ اباد، ډي اي خان او سوات کې هم ښځينه ټينس لوبغاړي دي.

د دغو لوبغاړو په خبره ډیرې جینکۍ د لوبو خرچې نه شي پوره کولای او یوازې پر وظیفو تکیه کوي. نو پکار ده چې وظیفې دې هم ورته جاري کړل شي.

د انعم په خبره د دې سالانه وظیفه هم دا وخت بنده ده.

"د نېشنل لوبغاړو ته خو وظیفي ورکړل شوي دي خو زموږ هغه تر اوسه بندې دي. دا د فیډریشن له طرفه ملاویږي. مخکې وظیفې د کال په حساب ورکول کېدای خو دا ځل دوی وايي چې د میاشتې په حساب به وي خو لا یې څه فیصله نه ده کړی نو انشا الله ګورو به چې څه کېږي. زه خپله هم وظیفه اخلم. د تېر ځل هغه راته ملاوه شوی ده خو دا ځل ځنډېدلې ده تر اوسه یې څه پته نه لږېږي. تېر ځل یې د کال لپاره ۳۶۰۰۰ روپۍ راکړې وې. دا پیسې دوی د تعلیم په حساب ورکوي. د چا چې څومره تعلیم وي، له هغې سره سم یې ورکوي."

اسفندیار خټک وویل په نیشنل ګېمز کې چې کومو لوبغاړو تمغې اخیستي، د هغوی وظیفې نه دي بندې.

نوموړي زیاته کړه دوی د لوبو ځایونو بیا پرانیستو لپاره له حکومت سره په رابطه کې دي.

"نړۍ کې که تاسو و ګورۍ نو سپورټس تر اوسه بند دي. زموږ له وفاقي وزارت سره غونډه شوی ده او موږ غواړو چې زموږ د اولې کیټګرۍ کوم سپورټس کمپلیکسونه دي او هلته چې کومې د باندې تربیتي اکیډمیانې دي، هغه دې شورو کړل شي. نه پر دې له حکومت سره خبرې روانې دي. انشاالله زموږ لوبغاړي به ډېر ژر خوشخبري واورۍ او ورته به د لوبو ځایونه ژر خلاص شي."

د خیبر پښتونخوا ښځینه لوبغاړي د حکومت پاملرنې ته تمه لري. دوی وايي حکومت باید د دوی د ستونزو حل کولو لپاره د ګامونو پورته کولو سربېره د نویو نجونو حوصله افزايي وکړي.

چارواکي وايي د جینکو د سپورټس لپاره هلې ځلې وار له مخه پیل شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG