د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ ایجنسۍ نازیه پروین په غرختنه کې نوم ګټلی


نازیه پروین د غرختنې پر مهال
نازیه پروین د غرختنې پر مهال

د باجوړ ایجنسۍ غرختونکې نازیه پروین ته په دې وروستیو کې په پېښور کې د پاکستان بک اف ریکارډ‌ز د غوره کارکردګۍ پر سر د سرو زرو تمغه ورکړل شوې ده.

نازیه پروین له تېرو څو کلونو راهیسې د غرختنې لوبه یا راک کلایمبنګ کوي. نووړې تر اوسه د پاکستان په کچه په یادو لوبو کې ۳۲ تمغې ګټلې دي.

نازیه په غرغتنه کې د پاکستان لومړۍ ښځينه لوبغاړې ده چې په نړیوالو لوبو کې يې د پاکستان استازیتوب کړی دی.

نازیه د پېراګلایډنګ لایسنس هم لري چې د پیراشوټ له لارې په هوا کې د الوت یوه لوبه ده.

نوموړې د مشال راډیو په اونیزه خپرونه سروې کې د خپل ژوند او لوبو کیسه کوي.

د خپرونې کوربنه ملیحه امیرزاده ده.

په سروې کې له غر ختونکې نازیه پروین سره خبرې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:31 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG