د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن - بولدک لارې تړلو پروړاندې پرلت دوام لري


د کورونا وبا مخنیوي ګامونو په ترڅ کې د جمن -بولدک لار تړل شوې، د افغانستان ګڼ وګړي د تېرېدو په انتظار دي
د کورونا وبا مخنیوي ګامونو په ترڅ کې د جمن -بولدک لار تړل شوې، د افغانستان ګڼ وګړي د تېرېدو په انتظار دي

د چمن-بولدک لارې تړلو پرضد د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې د هغو وړو کاروباریانو پرلت نن پر درېمه ورځ هم دوام درلود چې د پاکستان - افغانستان ترمنځ پر پوله سوداګریز توکي وړي راوړي.

دوی وایي،د کورونا وبا مخنیوي په خاطر د لارو بندېدو له لاسه یې له تېرو درېو میاشتو راهیسې کار روزګار په ټپه درېدلی دی.

پرلتوالو له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل په چمن کې ګڼ خلک د پولې دواړو غاړو ته په ګاډیو کې سامانونه وړي راوړي او دا یې یوازینی روزګار دی. دوی له پاکستان حکومته غوښتنه کوي چې له افغانستان سره دې تړلې د چمن بولدک لاره خلاصه کړي.

د لارو تړل افغانستان او پاکستان دواړو ته تاواني دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:06 0:00


دوی وايي، د دنیا بې وزلي او خواران خلک دغه وړوکې سوداګري کوي اوس چې یې پرمخ لاره تړل شوې نو د ګوله ډوډۍ موندلو وس نه لري. په دوی کې په لسګونه ګوډان هم د پولې یوې بلې غاړې ته تر خپل لاندې توکي وړي راوړي، دوی وايي، په چمن کې د ډېری خلکو د ورځني ژوند تکیه د پولې پر سوداګرۍ ولاړه ده، که دا بندېږي، دوی به خوري څه؟

د جمعیت علماء اسلام ف مرکزي مشر مولانا فضل الرحمان د جون پر لسمه په اسلام آباد کې د یوه خبري کانفرنس پر مهال غوښتنه کړې چې د پاکستان حکومت دې بې له ځنډه د چمن-بولدک لار پرانیزي. د نوموړي په وینا چې د واړه تجارت لپاره له ایران سره تفتان او له افغانستان سره تورخم پولې خلاصې شوې دينو اوس پکار ده د چمن- بولدک لار هم پرانیزي ځکه چې له دې لارې سره د چمن ولس روزګار تړلی دی. د مولانا فضل الرحمن په وینا له تېرو درېو میاشتو بندیز د ځايي خلکو کاروبارونه سخت اغېزمن کړي دي.

په چمن کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پخواني ناظم صلاح الدین اڅکزي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې ګوند یې یوه کمیټۍ جوړه کړې چې د چمن له سیاسي او سماجي مشرانو،تجارو او قبایلی مشرانو سره وویني او احتجاجي مظاهره به کوي. د نوموړي په خبره په دوهم پړاو کې به په ټوله چمن ښار کې هړتال کېږي او که بیا هم پوله خلاصه نه شي نو پیه جام هړتال به کېږي او تر هغو به یې کوي چې د چمن-بولدک پوله خلاصه شوې نه وي. له مشال راډیو سره په خبرو کې د پښتونخوا ملي عوامي د مرکزي کمېټۍ غړي علاوالدین کولکوال وینا وه چې دا وخت اته زره کنټېنرونه د کراچۍ پر بندر ولاړ دي او که پوله دغه ډول بند پاته شي نو سوداګرو ته به لوی مالي تاوانونه ورسېږي.

د عوامي نیشنل ګوند صوبایي مشر اصغر خان اڅکزی

وایي په دې اړه یې په صوبایي اسمبلی کې تحریک التوا جمع کړې، او دغه مسله یې په اسمبلۍ کې راپورته کړې.

د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهواڼی وايي، چمن-بولدک لار یې د کورونا وبا مخنیوي په خاطر تړلې ده او چې کله هم حالات نارمل شي د پخوا غوندې به یې بیا خلاصه کړي.

د پاکستان وفاقي حکومت د مارچ پر دویمه نېټه د کورونا وایرس د مخنیوي په اړه د افغانستان سره د چمن سردي پوله تړلې وه. ورسته حکومت خلکو ته د پیاده تګ راتګ اجازه ورکړه، خو د وړو سوداګرو د کار روزګار لپاره لا هم دغه دروازه تړلې ده.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG