د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا-طالبانو له معاهدې پس افغانستان کې جنګ هېڅ جواز نه لري: خټک


د افغان دفاعي ځواک سربازان د طالبانو ښخ کړی د سړکغاړې بم خونسا کولو پر مهال.
د افغان دفاعي ځواک سربازان د طالبانو ښخ کړی د سړکغاړې بم خونسا کولو پر مهال.

پښتون ملتپالی سیاستوال او د پاکستان سېنېټ مخکیني غړي، افراسیاب خټک نن ، د اپرېل په ۲۱مه، پر ټوېټر د افغانستان د وضعیت په اړه لیکلي: 'اوس چې دامریکا او طالبانو تر مینځ معاهده شوې ده او د بین الافغانی خبرو اترو لپاره پلاوي ټاکل شوي دي، نور یوه لحظه هم د جګړې جواز نشته.'

خټک وړاندې لیکلي، که په یمن کې د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي لپاره اوربند ممکن دی، ولې په افغانستان کې نه دی؟

د همدې ټویټ د محتوا په تړاو ازادي راډيو له ښاغلي خټک سره دا مرکه کړې ده.ازادي راډیو : ولې (د امریکا اوطالبانو د سولې) له معاهدې، د زندانیانو دتبادلې له پیل او حتی د افغانستان حکومت له خوا د مذاکره کونکي پلاوی دټاکلو سره هم جګړه ادامه لري؟

افراسیاب خټک: دا خورا مهم او جدی سوال دی چې د امریکا او طالبانو د معاهدې، د زندانیانو تبادلې د پیل او د پلاوی تر ټاکلېدووروستو هم د افغانانو د وینې تویېدنه ادامه لری، آخر په څه علت دغه جنګ پایله نه لری؟ جګړې ته ادامه ورکونکي باید په یاد ولري چې افغان ولس د اوضاعو څارنه کوي او هېڅکله به د افغانانو په وینو کاروبار کونکی و نه بخښي، متاسفانه چې د بعضې نړیوالو د افغانانو په وینې تویېدو زړونه نه دړدېږي، ګنې دوی به مینځ ته شوي وی او څه پړه وړه به یې کړې وی، څه کرونا خلک په ځان اخته کړي دي، د ګاونډویو هېوادونو مسولیت زیات وي خو د افغانستان د ګاونډیو‌ هېوادونو د حکومتونو برخورد ‌‌‌‌‌‌ډېر د ستاینې وړ نه دی.

ازادي راډیو:د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس په چټکۍ په خپرېدو دی. کله چې ملګروملتونو په ټوله نړۍ کې د اوربند ږغ وکړ، د یمن په برخه کې یې ږغ ومنل شو او هلته جګړه مارو خواوو اوربند کړ. په افغانستان کې ولې د اوربند نارې نه اروېدل کېږي؟

افراسیاب خټک: د یمن ګاونډيان خو بیا هم عربان دي د یوه ملت غړي دي، د امریکا او طالبانو ترمینځ لاسلیکېدونکي معاهده جدی نیمګړتیاوې لري، په دې کې طالبانو ته خورا ‌‌‌‌‌‌ډېر امتیازات بغیر د دې نه ورکړل شوي چې په بدل کې یې هغوی په خپل افراطی سیاست تجدید نظر وکړي، هم دغه رنګه په پاکستان کې د جګړه مارو د ځالو د راتلونکې په باره کی کوم ټکی نشته، دغه چوکاټ د بین الافغاني روغې جوړې لپاره مشکلات زېږولي دي.

ازادي راډیو: د افغانستان مسئلې ته که د راتلونکو دوو یا درېوو میاشتو په اوږدو کې وګورو ، څه توقع کولائ شو، څه به وشي؟

افراسیاب خټک: (وسله وال) طالبان او د هغوی بهرني روزونکي منتظر دي چې په افغانستان کې د اساسي قانون نظام د داخلي شخړو په نتیجه کې وپاشل شي او یوه په اصطلاح داسې خالي ګاه رامینځ ته شي چې د امارت لپاره یې وضع مساعده کړي. دا ناشوني ده، افغانستان به هېڅکله پخوانیو نظامونو ته ولاړ نه شي البته دا خطر شته چې دغه جنګ ځپلې هېواد په یوه نوې نړیواله لویه لوبه کې ښکېل شي چې د هېڅ یوه افغان په ګټه به نه وي.

XS
SM
MD
LG