د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوسوو او سربیا لانجې هواري لپاره د مسکو منظوري په کار ده: لاوروف


لاوروف په بلغراد کې وویل په خبرو کې د اروپايي ټولنې ګډون اړین دی
لاوروف په بلغراد کې وویل په خبرو کې د اروپايي ټولنې ګډون اړین دی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف ویلي، راتلونکې اوونۍ په سپینه ماڼۍ کې د کوسوو او سربیا مشرانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د لانجې حل ته د رسېدو لپاره د مسکو منظوري اړینه ده.

لاوروف د جون پر ۱۸مه، په بلغراد کې په خبرو کې وویل، کرېملېن د کوسوو لانجې په اړه یوازې د هغه حل ملاتړ کوي چې سربیا ته د منلو وړ وي او د ملګرو ملتونو امنیت شورا منظور کړی وي.

د سربیا او کوسوو ترمنځ د مذاکراتو لپاره د امریکا ځانګړي استازي رېچرډ ګرېنېل تېره اوونۍ ویلي ول چې دواړو لوریو د جون پر ۲۷مه په واشنګټن کې د ملاقات ژمنه کړې چې موخه یې د تعلقاتو سمول دي.

ګرېنېل وویل، سربیا ژمنه کړې چې "د لنډې مودې لپاره" په رسمیت د کوسوو "نه پېژندو کیمپېن دروي" او کوسوو د نړیوالو غړیتوبونو ترلاسه کولو هڅو درولو ته سلا شوې چې څه د پاسه یو کال راهیسې ځنډېدلې خبرې بیا پیل کړي.

لاوروف وویل، د ملګرو ملتونو عمومي جرګې اروپايي ټولنې ته واک ورکړی چې د لانجې په اړه مذاکرات وکړي او باید د دې بهیر برخه وي.

د اروپايي ټولنې مرکچي مېروسلاف لایچک هم ویلي، په راتلونکې کې د هر ډول موافقې لپاره د ټولنې رول اړین دی او دا چې واشنګټن د سربیا او کوسوو د مشرانو ترمنځ د کېدونکې غونډې په اړه له برسلز سره رابطه نه ده کړې.

کوسوو په ۲۰۰۸ز کال کې له سربیا څخه ازادي اعلان کړه چې بلغراد رد کړه.

په ۲۰۱۵ز کال کې دواړو خواوو یو شمېر موافقې لاسلیک کړې البته سربیا لا هم د ملګرو ملتونو په ادارو کې د کوسوو د غړیتوب مخالفت کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG