د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند له افغانستان سره د مرسته شويو غنمو د ورکړې لړۍ پيل کړه


له افغانستان سره د هند مرسته شوي غنم
له افغانستان سره د هند مرسته شوي غنم

د دې پروسې پیل نن [د جون پر ۱۸مه] د کابل په مرکزي سيلو کې د يوې خبرې غونډې په ترڅ کې وشو.

له دې وړاندې د هند له لورې د مرسته شويو غنمو د ستراتيژيکو ذخیرو کار په هرات او کندهار ولايتونو کې بشپړ شوی او د انتقال او ذخيره کولو لړۍ يې د کابل مرکزي سيلو ته پيل شوې.

د افغانستان ملي پراختيا شرکت د اجرايوي کمېټې غړي او د حقوقي او ارتباطاتو د بورډ مشر جار الله منصوري خبري غونډې ته وويل چې د مرسته شويو غنمو د انتقال هره جوپه چې له پنځه زره څخه تر ۱۰ زره ټنه غنمو پورې کېږي.

د نوموړي په وينا تر دې دمه ۳۱ زره ټنه غنم په څلورو جوپو کې د هندوستان د کاندولا بندر له لارې انتقال شوي چې ۱۲۳۴۱ ټنه غنم د هرات په سيلو او ۳۸۵۵ ټنه غنم کندهار ته انتقال او هلته ذخيره شوي.

د دې غنمو پنځمه جوپه چې ۱۰ زره ټنه کېږي، د روان کال د جون پر ۲۲ مه به افغانستان ته ولېږل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG