د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چټک بس او څونامي ونو پس د شاړو ځمکو خړوبولو لویه پروژه


پېښور کې د چټک بس پروژه
پېښور کې د چټک بس پروژه

خیبر پښتونخوا حکومت وایي د صوبې د شاړو ځمکوخړوبولو لپاره ۳۰ اربه روپیو په ارزښت د اوبه خور پروژه پیلوي. د دې لپاره له نړیواله بانکه ۲۴ اربه روپۍ پور اخلي او پاتې شپږ اربه روپۍ به صوبایي حکومت ورکوي.

د دغه پروژې ویاند او د اوبه خور صوبايي چارو ډایرېکټرېټ مرستیال مشر ډاکټر رب نواز د جون پر ۱۶ نېټه مشال راډیو ته وویل، چې د اوبه خور نظام د دغه نوې شپږ کلنې پروژې لاندې به د خیبر پښتونخوا څه باندې اووه لکه اېکړه شاړې ځمکې خړوبېږي.

د خیبر پښتونخوا د زمیندارانو ټولنې هیله ښودلې که دا منصوبه پر وخت سرته ورسېږي نو له دې سره به په صوبه کې د فصلونو او مېوو پیداوار دوه چنده شي.


ډاکټر رب نواز زیاتوي، دا پروژه به د قبایلي ضلعو پشمول په ټوله صوبه کې عملي کیږي او د ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې به پای ته رسېږي. په دې پروژه کې به لومړی د ۱۳ زرو نهرونو مرمت کیږي. او په دویم پړاو کې به ۱۱۶۰۰اېکړه ځمکه باندې د اوبو خور یو نوی نظام جوړېږي. له دې پرته د اوبو زېرمولو لپاره ۵۰۰۰ تالاونه جوړول هم د دې منصوبې برخه ده.

دی وايي، چې په دې پروژه کې به سرکاري او غیر سرکاري ټولو شاړو ځمکو ته اوبه رسول شامل دي، او له دې سره به د صوبې د اوبه خور نظام له ۶۰ فیصدو تر ۸۵ فیصدو ورغول شي.

د پيښور چټک بس ځنډنۍ پروژه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:26 0:00


د خیبر پښتونخوا د زمیندارانو ټولنې هیله ښودلې که دا منصوبه پر وخت سرته ورسېږي نو له دې سره به په صوبه کې د فصلونو او مېوو پیداوار دوه چنده شي. له مشال راډیو سره په خبرو کې د یادې ټولنې صوبایي مشر نعمت شاه روغانی وایي حکومت ته پکار ده چې په قبایلي او جنوبي ضلعو، سوات، بونیر، مردان، صوابۍ او یوشمېر نورو سیمو کې شاړې ځمکې خړوبې کړي، ځکه چې په خیبر پښتونخوا کې د کرکروندو ځمکې په کمېدو دي.

روغانی زیاتوي که د خیبر پښتونخوا او د پاکستان نورو صوبو ترمنځ د خړوبو ځمکو موازنه وشي نو د دوی په صوبه کې د یوه کس په سر دوه کناله ده او په پنجاب، سند او بلوچستان کې دا له ۶۰ تر اویاو کنالو پورې ده. د ده په خبره له بده مرغه حکومت دې اړخ ته پام نه اړوي.

داسې نه چې د تحریک انصاف حکومت د اوبه خور دا منصوبه یې هم د پېښور چټک بس غوندې د ځنډ ښکار نه شي؟ دا خبره په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د جماعت اسلامي غړي عنایت الله خان د جون پر ۱۶ نېټه مشال راډیو ته وکړه.

نوموړی زیاتوي د دې د دې حکومت تر ټولو لویه مسله دا ده چې د دوی ګڼې پروژې لا هم سر ته نه دي رسېدلي. او فکر نه کوي چې د شاړو ځمکو خړوبولو دا لویه منصوبه به یې هم دوی پر وخت سر ته ورسېږي. هغه پر صوبايي حکومت ږغ وکړ چې لومړی دې موجوده پروژې سر ته ورسوي.

د صوبې حکومت وایي دا نوې پروژه به ۲۰۲۵م کال په جون میاشت کې سر ته رسوي، بلخوا د نړیوال اقتصادي فورم (ورلډ اېکانامک فورم) د یوه راپور ترمخه د خیبر پښتونخوا حکومت په ۲۰۱۴ کال کې د بلین څونامي ټریز (ارب څونامي ونې) په نوم د ونو بوټو لګولو او کرلو یوه منصوبه پېل کړې وه چې لګښت یې ۱۶۹ میلیونه ډالره دی خو لا یې هم سرته نه ده رسولې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG