د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بونېر نقاب خان په خپل سر یو ځنګل جوړ کړی


د بونېر نقاب خان وایي ده په خپل سر یو ځنګل جوړ کړی دې،او دغلته یې پر نږدې دوه نیم سوه کناله ځمکه ونې بوټې کرلي دي، او پکې یې مختلفو ځناورو ته هم ځایونه جوړ کړي دي.

په پاکستان او خیبر پښتونخوا کې یو خوا د ځنګلونو کمېدو، د مځکو د ښوییدو د سیلابونو او د ماحولیاتي بدلونونو خبرونه مخې ته راځي،نو بلې خواته د دې بدلونونو له وجې د خلکو پر ژوند د ماحولیاتي بدلون اثرات هم اوس زیات په نظر راځي.

په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف ګوند حکومت په ۲۰۱۴م کال کې د اربونو ونو بوټو د کرلو منصوبه یا بلین سونامي ټریز په نوم یوه پروژه پېل کړې وه، او دا یې هم ویلي وو چې له دې سره به په صوبه کې د ځنګلونو شمېره زیاته شي او پر ځنګلونو د ډکو مځکو شرح به پنځه فیصده زیاته شي او دغه به ۲۵ فېصدو ته ورسیږي.

نقاب خان
نقاب خان

خو د بونېر نقاب خان وایي ده په خپل سر یو ځنګل جوړ کړی دې. ډاکټر نقاب خان د بونېر د امبېلې اوسیدونکی دې او دغلته یې پر نږدې دوه نیم سوه کناله زمکه یو ځنګل جوړ کړی دې.

له مشال راډیو سره په خبرو کې نقاب خان وویل چې له پخوا نه یې د ونو بوټو کرلو سره شوق وو. نوموړی وایي لومړی چې يې د ونو کرلو کار پېل کړ نو په کلي کې به ورته خلکو وییل چې د دې کاره څه نه جوړیږي،خو هغه د خلکو دغو خبرو ته پام نه دی کړی.

ډاکټر نقاب خان په بونېر کې یو ځنګل جوړ کړی دې
ډاکټر نقاب خان په بونېر کې یو ځنګل جوړ کړی دې

نوموړی وایي پخوا به د اوبو کمی وو،بل خلکو به د خپل ضرورتونو لپاره ونې بوټي پرېکول نو ځکه یې وغوښتل چې باید ونې بوټي وکرل شي. هغه په امبېلا کې مختلف د مېوو بوټي کرلي او په ځینو کې یې غوړاسکی، نښتر،کیکر، جامن او نور ځایي ونې کرلي دي. هغه په خپل کلي کې په ۱۴۴ کېناله یو رېسټ هاوس هم جوړ کړی دې او دغلته یې هم ونې کرلي دي او مختلفې مرغۍ او نور ځناور یې پکې ساتلې دي.

د بونېر د امبېلې سیمه
د بونېر د امبېلې سیمه

۵۷ کلن نقاب خان په خپل کلي کې د مرغو په ښکار پابندی لګولې ده، او کوشش کوي چې په کلي او سیمه کې په خلکو کې پوهه پېدا کړي چې د مرغو او نورو ځناورو ښکار ونه کړي.

د بونېر د امبېلې سیمه
د بونېر د امبېلې سیمه

نوموړی وایي باید مرغۍ او ځناور د انسانانو نه ونه ویریږي او زیاتوي خلک د مرغو او ځناورو ښکار داسې کوي چې لکه دوی ته یې اجازت تر لاسه شوی دی خو داسې نه ده. نوموړی وایي د دې کار مقصد یې په خلکو کې دا پوهه او شعور پېدا کول دي چې څنګ به خپل ماحول پاک صفا ساتي او د ځناورو خیال به هم ساتي.

نوموړی وایي یو وخت داسې هم وو چې د تعلیم لپاره یې پېسې نه لرلې خو بیا کراچۍ ته د مزدورۍ لپاره لاړو او هلته یې خپل تعلیم جاري وساتو.

ډاکټر نقاب خان تکنیکي ذدهکړې کړي دي او د څېزونو د خودمختاره کولو یا اټومېټک کولو سپېشلسټ دی او د پاکستان سره سره یې په نورو هېوادونو کې هم په یو شمېر پروژو کې کار کړی دې.

ډاکټر نقاب خان
ډاکټر نقاب خان

هغه د سعودي عرب د زم زم د اوبو د پاکولو او د دې په بوتلو کې د بندولو په منصوبه کې کار کړی دی ، داشان د سعودي عرب د رېلوی په پروژه کې يې هم کار کړی دې، او د دغوپشمول یې په یو شمېر نورو پروژو کې د شیانو د ودمختاره کولو یا اټومېټک کولو کې یې کار کړی دې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG