د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چين سره په نښته کې ۲۰ هندي سرتيري وژل شوي


په کشمير کې د هندي ځواکونو ګزمه
په کشمير کې د هندي ځواکونو ګزمه

هندي چارواکي وايي د چين ځواکونو سره په نښته کې يې شل سرتيري وژل شوي دي. د جون په ۱۶مه هندي پوځ وويل چې دا نښتې د لانجمنې سيمې کشمير په لداخ کې د جون په پنځلسمه د شپې ناوخته شوي دي. د دوی په وېنا د چين خواته هم مرګ ژوبله اړولې خو کره شمېره معلوم نه دی.

د هند بهرنيوو چارو وزارت پر چين تور پورې کړی چې په ګالوان دره کې يې پر پوله له هغه تړونه سرغړونه کړې چې دواړو خواوو تېره هفته لاسليک کړی وو. چين د سرتيرو وژنه نه ده تاييد کړي خو تور پورې کوي چې هندي پوځيان يې خاورې ته وراوښتي وو.

په ايټمي وسلو سمبال، هند او چين په ۱۹۶۲ کال کې جنګ کړی وو. هند دعوه لري چې چين يې ۳۸۰۰۰ سکوير کيلوميتره خاوره نيولې ده. دواړو خواوو په تېرو ۳۰ کلونو کې څو ځل د سرحدي جنجالونو د حل لپاره خبرې کړې دي خو نتيجه يې نه ده ورکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG