د لاسرسي ځای

تازه خبر

'بلوچستان کې د کورونا وایرس وهلو شمېر یو لک ته ختلای شي'


د کوټې ښار یو بازار
د کوټې ښار یو بازار

پراګ - د بلوچستان د عامې روغتیا اداره وايي ، په صوبه کې د کورونا وایرس له کبله حالت ډېر خرابېدونکی دی.

د یادې ادارې مشر ډاکټر سلیم ابړو د جون پر ۱۴مه په کوټه کې خبري غونډې ته ویلي چې په صوبه کې د کورونا وایرس ناروغانو شمېر ښايي‌ تر سپټمبره یو لاک ته ورسېږي.

د دوي په وینا د صوبې شاوخوا څلوېښت فیصده ابادي په دې ناروغۍ اخته ده.

کوټه ښار کې د کورونا وایرس وهلو شمېر تر ټولو زیات دی
لیاقت شاهوانی


خو د بلوچستان حکومت وايي ، دا اټکل نشي کولای چې کورونا وایرس به په صوبه کې څومره خلک ناروغه یا مړه کړي.

د صوبايي‌ حکومت ویاند لیاقت شاهواني د جون پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل دوي‌ یوازې د کره معلوماتو پر اساس خبره کوي.

ده وویل، دا خبره هر څوک کوي چې د کورونا په ناروغانو کې زیاتوالی راتلای شي خو کره شمېر څوک نشي ښودلای چې څومره به وي.

(زه چې کوم کره معلومات ترلاسه کوم، د هغه پر اساس خبره کوم او زما لپاره کره معلومات دا دي چې ټیسټ وشي او نتیجه یې راشي او هغه بیا د معلوماتو برخه شي. هغسې خو که څوک تپوس وکړي چې کورونا پر کوم اړخ روان دی نو هر څوک وايي چې زیاتوالی پکې راتلای شي خو کره شمېره نه شم ښودلای چې څومره به وي.)

لیاقت شاهواني وویل، کورونا وایرس تر ټولو زیات د کوټې ښار ځپلی دی خو په عین وخت کې د صوبې زیاتره ضلعو او ښارونو ته هم رسېدلی دی.

(۸۰ فیصده ناروغان په کوټه کې دي، دوه اعشاریه دوه فیصده قلعه عبدالله ده، دوه اعشاریه دوه پښین دی، دوه اعشاریه یو فیصد جعفر اباد دی ، یو اعشاریه اته فیصده لسبېله ده او داسې بیا په نورو ضلعو کې په ځینو کې ډېر او په ځینو کې لږ ناورغان دي خو دا ده چې د صوبې زیاتره سیمو ته کورونا وایرس رسېدلی دی.)

په بلوچستان کې د اپوزېشن ګوندونه تور پورې کوي چې صوبايي حکومت د کورونا وایرس مخنیوي‌ لپاره مناسبه تګلاره نه لري او نه یې هم د دوي په وینا اړین ګامونه اخیستي دي.

په صوبايي اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي‌ عوامي ګوند مخکښ نصرالله زیري مشال راډیو ته وویل ، یو پلو د حکومت له پلوه کمزوري ده او بل پلو ولس هم احتیاط نه کوي.

نصرالله زیري وویل، د صحت د ادارې د مشر خبره په دې سمه ده چې دوي مړي او ناروغان په خپلو سترګو ویني.

(چې کوم چې د صحت د ادارې مشر کومه خبره کړې ده هغه بلکل سمه ده او که هم دا کچه روانه وه او خلکو احتیاط ونکړ نو دا وایرس به له یوه څخه بل ته لګېږي او په لکونه خلک به متاثره کړي.)

د بلوچستان پر حالاتو نظر لرونکی خبریال سید علي شاه وايي، په صوبه کې د کورونا وایرس وبا تر هغه ډېره تباهي کړې ده کومه چې په رپورټونو یا سرکاري معلوماتو کې وړاندې کېږي.

(د بلوچستان ابادي یونیم کروړ ده او حکومت تر اوسه یوازې شاوخوا ۳۷ زره ټسټونه کړي دي کوم چې ډېر کم دی. که دلته دوه لکه ، درې لکه یا پنځه لکه ټسټونه وشي نو به ولیدل شي چې د ناورغان شمېر ډېر زیات دی.)

خو د حکومت ویاند لیاقت شاهواني وویل چې دوي د قرنطین مرکزونو او روغتونونو په ګډون اړوند بندوبست کړی دی او هر ممکنه حالت ته تیار دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سرکاري شمېرو له مخې ، په بلوچستان کې د جون تر ۱۵مې ۸۱۷۷ کسان په کورونا اخته شوي چې ۸۵ ورڅخه مړه شوي‌ او ۲۸۵۹ ورڅخه جوړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG