د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: د عارف وزیر څلویښتي ولمانځل شوه


سردار عارف وزیر
سردار عارف وزیر

په جنوبي وزيرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو د خپل یو وژل شوي مخکښ سردار عارف وزير څلویښتي ولمانځله او احتجاجي مظاهره یې وکړه.

د غورځنګ يو فعال نواز افغان مشال راډيو ته وويل چې له حکومته غوښتنه کوو چې د سردار عارف وزير قاتلين دې ژر تر ژره ونيول شي او په سیمه کې د تورو شیشو د ګاډو ختمولو ترڅنګ امن بحال کړل شي.

بلخوا د سیمې د پوليسو مشر شوکت علي د جون پر ۱۲مشال راديو ته وويل چې په سیمه کې د اویا فيصده ګاډو تورې شیشې لرې کړل شوي دي.

د ده په وینا ، امن بحال دی د سردار عارف وزير د قاتلينو نيولو او په پلټنو کې ورسره د هغه کورنۍ او غورځنګ غړي همکاري نه کوي.

سردار عارف وزير د مې پر لومړۍ نېټه د نامالومو کسانو لخوا په جنوبي وزیرستان کې په ډزو ویشتل شوی وو چې بیا یې د مې پر دويمه د اسلام اباد په يو روغتون کې ساه ورکړې وه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG