د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د افغان ځواکونو ۲۰ نور سرتېري خوشي کړي


ارشیف، فراه کې د طالبانو له لوري د ۳۸ بندیانو خوشې کېدل.
ارشیف، فراه کې د طالبانو له لوري د ۳۸ بندیانو خوشې کېدل.

کابل - په افغانستان کې طالبان وايي چې د جون پر ۱۲مه د حکومت اړوند ۲۰ سرتېري له بنده خوشې کړي دي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تېر ماښام پر ټویټر په یوه پیغام کې ولیکل چې د پوځ او پولیسو ۲۲ تنه سرتېري یې په کاپیسا، پروان او سمنګان ولایتونو کې له بنده خوشې کړي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په موافقه کې ویل شوي چې افغان حکومت به د طالبانو پنځه زره او طالبان به د حکومت زر تنه بندیان خوشې کوي.

افغان حکومت تر دې دمه د طالبانو درې زره بندیان خوشې کړي، خو ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په ورځ وویل چې دوه زره تنه نور طالب بندیان به هم ډېر ژر له بنده خوشې شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه وروستي ټویټ کې د درې زره طالبانو او ۵۰۰ دولتي بندیانو د خوشې کېدو هرکلی کړی.

تمه ده چې د بندیانو تبادلې له بشپړېدو سره به بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG