د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په لوګر کې یوه مور له درې لوڼو سره وژل شوې


د افغانستان په لوګر ولایت کې نامالومو وسله والو یو مور له دریو لوڼو سره یو ځای وژلې او د دې کورنۍ دوه نور غړي یې ټپیان کړي دي.

د لوګر د والي ویاند دیدار احمد لونګ مشال راډیو ته وویل، چې یاده پېښه تېره شپه په مرکز اړوند التمور په سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي وویل، "تېره شپه د مرکز ته څېرمه د التمور په سیمه کې نامالومو وسله والو یوه مور له خپلو دریو لوڼو سره په شهادت رسولې او د دې کورنۍ دوه نور غړي چې یو یې نارینه او بله ښځه ده، ټپیان کړي دي."

د لوګر امنیه قومانداني وایي، پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او له څیړنو وروسته به دقیق مالومات له خلکو او رسنیو سره شریک کړي.

تر اوسه د دې پېښې پړه چا نه دې منلې.

XS
SM
MD
LG