د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د ویشتل شوې اوکراینۍ الوتکې تور بکس پاریس ته لېږي


د ویشتل شوې اوکراینۍ الوتکې تور بکس
د ویشتل شوې اوکراینۍ الوتکې تور بکس

ایران ویلي د هغې مسافر وړونکې اوکراینۍ الوتکې تور بکس د څېړنو لپاره پاریس ته لېږي چې د دغه هېواد ځواکونو ویشتلې وه.

ایراني چارواکو د ملګرو ملتونو د هوایي چلند ادارې ته ویلي، دوی به دغه بکس وروسته تر دې فرانسې ته ولېږي چې په څېړنه کې له ښکېلو هېوادونو سره هوکړې ته ورسېږي.

اوکراین او امریکا په دې څېړنه کې ښکېل هېوادونه دي.

دغه الوتکه د جنورۍ میاشتې په اتمه نېټه تهران ته نږدې په توغندي رانسکوره شوه چې ۱۷۶ کسان په‌کې ووژل شول.

ایران ویلي، د دغې الوتکې د ثبت اله چاته نه‌ سپاري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG