د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) ویلي، په لاتیني امریکا کې کورونا وایرس په تېزۍ خپرېږي.
د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، د جون ۱۰مې تر مازیګره په نړۍ کې د وایرس د وړجنو شمېر ۷،۲۵۷،۹۱۹ ته رسېدلی.
د جون تر ۱۰مې کووېډ-۱۹ ناروغۍ په نړۍ کې ۴۱۱،۶۸۱ کسان وژلي خو ورڅخه ۳،۳۸۷،۸۹۱ رغېدلي دي.
په لویدیز اروپايي هېوادونو کې د وایرس خپرېدو پېښې کمې شوې دي چې ورسره سم یو شمېر حکومتونو محدودیتونه کم کړي.
خو په لاتیني امریکا، افریقا او ځینو اسیايي هېوادونو کې د کورونا وایرس زیاتې پېښې ثبتېږي.
د کووېډ-۱۹ له وجې تر ټولو زیات کسان په امریکا کې مړه شوي.
تر امریکا وروسته په نړۍ کې د وایرس تر ټولو زیاتې پېښې او مرګونه په برازیل کې ثبت شوي دي.
په امریکا کې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) یوه سیمه ییز دفتر ویلي، په میکسیکو، پاناما، کوسټاریکا، برازیل، پېرو، چېلې، وېنېزوېلا، هېتي او سورینام کې د وایرس پېښې په زیاتېدو دي.