د امریکا سېنېټ د لومړي ځل لپاره د هغه هېواد د هوايي ځواک مشرۍ ته یو افریقايي–امریکايی تایید کړ.
سېنېټ د جون پر نهمه چارلس براون ته ۹۸ رایې ورکړې او هېچا ورسره مخالفت ونکړ.
دی په مارچ کې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د هوایي ځواک مشرۍ ته نومولی وو.
د امریکا سېنېټ پر داسې وخت د افریقايي-امریکایانو له ډلې براون د هوايي ځواک مشر په توګه تایید کړی چې په هغه هېواد کې له تورپوستو سره د پولیسو پر چلند او نورو پالېسیو سخت انتقادونه کېږي.
پر ولسمشر ټرمپ هم د هغه منتقدین تور لګوي چې توکمپالنه کوي خو نوموړی یې په کلکه ردوي.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په یوه ټویټ کې د چارلس براون تاییدېدل د امریکا لپاره تاریخي ورځ یاده کړې.