په بلوچستان اسمبلۍ کې د اپوزیشن (حزب اختلاف) غړو د راتلونکې بودیجې پر ضد احتجاج کړی دی.
دوی وايي چې د راتلونکي مالي کال په بجټ کې د صوبې د پرمختیا پروژې له پامه غورځول شوي او د نامنتخبه کسانو پروژې یې په انتخاباتي حلقو کې ورشاملې کړې دي.
د اپوزیشن غړو د جون پر۱۰مه، د اسمبلۍ له ودانۍ څخه تر ګورنر هاوس لاریون وکړ، خو د کوټې په جي پي او چوک کې يې پولیسو لاره ونیوه.
پر دغه مهال د حزب اختلاف غړو په لاسو کې پلېکارډونه نیولي ول او حکومت ضد شعارونه يې ورکول.
وروسته انتظامې چارواکو مظاهرچیانو ته د ګورنر او وزیر اعلا د کورونو لور ته د لاریون اجازه ورکړه خو خبریالان دغه ځای ته پرینښودل شو.
دا احتجاج پر داسې مهال شوی چې د جون پر پېنځمه د بلوچستان چارواکو ویلي ول چې وزیراعظم عمران خان ژمنه کړې چې د ۲۰۲۰-۲۱م مالي کال په بجټ کې د صوبې غوښتنې په پام کې نیسي.
وزیراعظم پر هم هغه ورځ د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال سره په اسلام اباد کې لیدلي ول او ورته یې ډاډ ورکړی وو چې له بجټ سره تړلې ستونزې به ورهوارې کړي.