د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او روس په خپلو اټومي وسلو د مذاکراتو لپاره سلا شوي


د امریکا او روسیې بیرغونه
د امریکا او روسیې بیرغونه

امریکا او روسیې د خپلو اټومي وسلو د مذاکراتو د ځای او وخت په اړه په همدې میاشتې سلا شوي دي.

د وسلو کنټرول په برخه کې د امریکا د ولسمشر د ادارې لوړ پوړی مذاکره کوونکی مارشل بیلینګزلي د جون پر اتمه پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې چین هم دغو مذاکراتو ته بلل شوی دی.

د دې امریکايي چارواکي په وینا، ده او د روسیې بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف د وسلو د کنټرول په اړه په جون میاشت کې پر خبرو توافق کړی دی.

د نېټې او ځای په اړه کره جزیات په دې ټویټ کې نه‌ دي ورکړل شوي خو تر دې مخکې امریکايي خپرونې بلومبرګ د دې هېواد د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی وو چې د امریکا او روسیې ترمنځ اټومي مذاکرات د جون میاشتې پر ۲۲مه نېټه په ویانا کې کېږي.

دغه چارواکي د نوم نه‌ خپرولو په شرط خپرونې ته ویلي چې تر اوسه څرګنده نه‌ ده چې ایا دواړه هېوادونه به د نیوسټارټ موافقې د تمديد په اړه توافق وکړي که نه.

دا موافقه د دواړو لویو اټومي قدرتونو د اټومي سروکو د کارولو واک محدودوي.

XS
SM
MD
LG