د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړۍ کې کورونا وایرس مخ پر خپرېدو دی: روغتیا نړیوال سازمان


د برازیل په یوه روغتون کې په کرونا اخته کس
د برازیل په یوه روغتون کې په کرونا اخته کس

د روغتیا نړیوال سازمان مشر وايي، په نړۍ کې کورونا وایرس مخ پر خپرېدو دی.

تدروس ادهانوم ګبریاسوس د دوشنبې په ورځ په یوه انلاین غونډه کې وویل چې په نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر هېڅ نه ‌دی کم شوی.

دی وايي، "د روغتیا نړیوال سازمان شااوخوا اووه میلیونه مثبتې پېښې راپور کړي دي. که څه هم په اروپا کې وضعیت مخ پر سمېدو دی، په نړۍ کې حالات خراب شوی دی. تر یو لک زیاتې پېښې په تېرو نهو یا ۱۰ ورځو کې راپور شوې دي."

د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې تر امریکا او برازیل وروسته په روسیه کې د کورونا وایرس تر ټولو زیاتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغو درېو هېوادونو ترڅنګ په تېرو ۱۰ ورځو کې تر ټولو زیاتې د 'کووېډ-۱۹' پېښې په هند، پيرو، چیلي، سعودي عرب او پاکستان کې ثبت شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG