د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان اسمبلۍ غړی فضل اغا له کورونا وایرسه ومړ


فضل اغا
فضل اغا

د بلوچستان پخوانی ګورنر او د صوبايي اسمبلۍ غړی سید فضل آغا د کورونا وایرس تر یوې لنډې ناروغۍ وروسته په کراچۍ کښې د ۷۵ کلونو په عمر ومړ.

سید فضل آغا په ۱۹۴۶ کال د پښین ضلعې په حاجیزي سیدانو کلي کښې زوکړی وو.

هغه د مسلم لیګ ګوند له لارې په صوبه کي سیاسي هلې ځلې پیل کړې وې. په ۱۹۸۸ د پاکستان سنیټ ډپټي چیرمین پاته شوی وو. په ۱۹۹۹ز کال د مسلم لیګ (ن) د حکومت له راتلو سره د هغه وخت وزیر اعظم میا نواز شریف سید فضل آغا د بلوچستان ګورنر وګومارلی خو کله چي په مرکز کښې د نواز شریف حکومت د پخواني پوځي امر جنرال پروېز مشرف له لوري ړنګ سو نو د هغه په نتیجه کښې په بلوچستان کښې سید فضل آغا هم په ۱۹۹۹ کال اکتوبر ۱۲م کښې له خپلې څوکۍ هیسته کړل شو.

نوموړی په ۲۰۰۸ کال د مسلم لیګ پر ټکټ د بلوچستان اسمبلۍ غړی وټاکل شو خو ورسته یې له مسلم لیګ څخه لار جلا کړه او په جمعیت علماء اسلام (ف) کې شامل شو.

د ۲۰۱۷ کال د جولای ۲۵ مې په انتخاباتو کې له پښین ضلعې د بلوچستان اسمبلۍ غړی وټاکل شو.

نوموړی تېره اوونۍ په کورونا ناروغۍ اخته شوی وو چې د مې میاشتې پر ١٩مه نېټه د کراچۍ په یوه شخصي روغتون کې ومړ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG