د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبرپښتونخوا کې"۷۰۰ روغتيايي کارکوونکي کورونا وایرس وهلي"


په کوټه کې ډاکټران د دندې له پېل مخکې دعا کوي
په کوټه کې ډاکټران د دندې له پېل مخکې دعا کوي

په خېبر پښتونخوا کې د ځوانو ډاکټرانو اتحادیه وايي چې د جون تر ۷مې پوره په دې صوبه کې له ۷۰۰ څخه زیات روغتيايي‌کارکوونکي په کورونا وایرس اخته شوي دي. د دې اتحادیې ترمخه په دوی کې ډاکټران، نرسانې او نور روغتياپال شامل دي.

د دې اتحادیې د معلوماتو ترمخه لږ تر لږه پنځه روغتيايي‌کارکوونکي له دې وايرس مړه شوي هم دي. د ځوانو ډاکټرانو د اتحادیې غړي ډاکټر احمد زیب د جون په ۷مه مشال راډيو ته وويل چې په کورونا وایرس وهلو کې درې نيم سوه ډاکټران دي.

خلک احتياط نه کوي او حکومت ټولبند نه سختوي. له دې وجې د کورونا وایرس مریضان زیات شوي او ډاکټران یې د لوی خطر سره مخ کړي دي
ډاکټر احمد زېب

د هغه په وېنا له ۳۵۰ څخه زیاتې نرسانې، د لابراتوارونو کارکوونکي او د صحت سره تړلي نور خلک هم په دې وايرس اخته شوي دي. هغه زیاته کړه: ((دا شمېره لا نوره مخ پر زیاتېدو ده.))

په پاکستان کې د کورونا وایرس په اړه شمېرې ساتونکي سرکاري ویب سایټ ليکلي چې د جون تر اوومې پورې په دې هېواد کې په کورونا وایرس د ټولو اخته کسانو شمېر اته نوي زره او نهه سوه درې څلويښت دی. ۲۰۰۲ کسان له دې وايرسه مړه شوي او ۳۳۴۶۵ ترې رغېدلي دي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان نرم ټولبند يا لاک ډاون جاري ساتلی دی. هغه دريځ لري چې د خلکو اقتصاد خراب دی نو ځکه څوک په کور نه شي کښېنولی. خو د لیډی ریډنګ روغتون يو ډاکټر رضوان کنډي وايي د حکومت له خوا د ټولبند نرمولو د دوی ستونزې زیاتې کړې دي. هغه د جون په ۷مه مشال راډيو ته وويل: ((یو خوا حکومت لاک ډاون نرم کړی او بلخوا اولس احتیاط نه کوي. له دې وجې د کورونا وایرس وهلو شمېر ورځ ‌تر بلې زیاتېږي چې بوج یې پر ډاکټرانو راځي.))

تر دې مخکې ډاکټرانو د مناسبو جامو د نه درلودو په اړه هم شکايتونه او مظاهرې کړې وي. دوی له حکومته غوښتي وو چې د کورونا وایرس سره د مبارزې پر مهال دې روغتيا پالو ته پرمختللي ماسکونه، دستانې، کميسونه او عېنکې ورکړي.

موږ ډاکټرانو سره هر قسمه مرسته کوو چې د کورونا وایرس پر ضد خپل کار په ښه توګه جاري وساتي
ډاکټر اکرام الله خان

د خېبر پښتونخوا حکومت د ۷۰۰ روغتيايي کارکوونکو په کورونا وایر د اخته کېدو تصديق نه دی کړی خو وايي ډاکټران په سخت وخت کې کار کوي نو ځکه اتلان دي.

د صوبې د صحت محکمې لخوا د کورونا ناروغۍ سره د مبارزې لپاره ټاکلي چارواکي، ډاکټر اکرام الله خان د جون په ۷مه مشال راډيو ته وويل چې د ډاکټرانو د تحفظ لپاره یې پوره پوره ګامونه پورته کړیدي. (( موږ په ټوله صوبه کې هغه ضروري سامان چې له کورونا وبا څخه بچ کېدو لپاره ضروري دی، ډاکټرانو ته رسولي دي. په ولس مو هم غږ کړی چې فاصلې وساتي او ماسکونه وکاروي تر څو د کورونا وایرس په مخنيوي کې مرسته وکړي.))

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ کال په ډېسېمبر کې د چین له ووهان ښاره شاوخوا ټولې نړۍ ته خپور شوی چې تر اوسه یې هېڅ علاج او ويکسين نشته.

XS
SM
MD
LG