د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: له کورونا وایرسه د مړو شوو شمېر له ۲۰۰۰ واوښت


په کراچۍ کې يو سړي له کورونا وایرسه خونديتوب لپاره ماسک اغوستی دی
په کراچۍ کې يو سړي له کورونا وایرسه خونديتوب لپاره ماسک اغوستی دی

په کورونا وایرس نوو اخته کسانو کې د قامي اسمبلۍ يو غړی هم شامل دی. خو بیا هم وزیراعظم عمران خان ټينګار کړی چې بشپړ ټولبند یا لاک ډاون به نه کوي.

په پاکستان کې د کورونا وایرس په اړه شمېرې خپرونکي ویب سایټ ليکلي چې د جون تر اوومې پورې په دې وایرس د اخته کسانو شمېر۹۸،۹۴۳ شوی. د دې ويب سایټ ترمخه، کورونا وايرس له وجې ۲۰۰۲ کسان مړه شوي خو له ۳۳ زرو زيات کسان روغ شوي هم دي.

ورکړل شوي معلومات ښيي چې په تيرو څلريشتو ساعتونو کې د کورونا وايرس نزدې پنځه زره مثبتي پيښي مخې ته راغلي دي چې تراوسه پوري په يوه ورځ کې تر ټولو زياتې دي.

په کورونا وایرس نوو اخته کسانو کې په پارليمان کې د تحريک انصاف غړی، عثمان ترکی هم شامل دی. نوموړي ډان ورځپاڼې ته ويلي چې دی او د کور نور درې غړي یې په دې وايرس اخته دي‌نو ځکه یې ځان د جون له شپږمې قرنطین کړی دی. د هغه وراره او د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ يو غړي، شهرام خان ترکي پر ټويټر په خپره کړې ويډيو کې ويلي چې د تره صحت یې بد نه دی. تر دې مخکې د دې اسمبلۍ د تحريک انصاف يو بل غړی میا جمشيد کاکاخېل له کورونا وایرسه مړ شوی خو د پارليمان سپېکر او د دې ګوند يو مشر، اسد قېصر ترې جوړ شوی دی.

دا په داسي حال کې ده چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان د جون په شپږمه پر ټويټر پاڼه وليکل چې د کورونا وايرس له وجې بل لاک ډاون يا ټولبند نشي زغملي خو د دې مخنيوي لپاره حکومتي لارښونو باندي عمل کول ضروري دي. هغه وويل چې د نړۍ د ځينو هېوادونو په شان په پاکستان کې هم سمارټ لاک ډاون يا محتاط ټولبند روان دی چې ورسره اقتصادي هلي ځلي دوام لري. وزيراعظم پر ولس غږ وکړ چې د کورونا وايرس مخنيوي لپاره اعلان شوي اقدامات عملي کړي.

خو د اپوزیشن ګوند پيپلز پارټۍ مشر، بلاول بوټو زرداري د جون په شپږمه په يوه خبري غونډه کې وويل چې د وزیراعظم عمران خان وفاقي حکومت د کورونا وایرس سره د مبارزې هيڅ پلان نه لري. نوموړي زیاته کړه چې وفاقي حکومت د ګډې وډې پاليسۍ په درلودلو سره خلکو ته ګدوډ پېغامونه ورکړل چې له کبله یې خلک په روغتيايي لارښوونو عمل نه کوي.

په روغتيايي لارښوونو کې د خلکو ترمنځ فاصله، په بيا بیا لاسونه په صابن مينځل او د ماسک کارول شامل دي. په همدې حال کې د اطلاعاتو وزیر شبلي فراز د جون په شپږمه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل اپوزیشن دې پر حکومت تنقید نه کوي. د هغه په خبره د چارواکو د ښه پلان له کبله په پاکستان کې له کورونا وایرسه هغومره خلک نه دې مړه شوي چې اټکل یې شوی وو.

XS
SM
MD
LG