د پېښور لېډي ریډنګ روغتون د بهرنیو او ورځنيو مریضانو د کتنې څانګې ( او پي ډيز) بیا پرانېستل کېږي.
د روغتون ویانډ محمد عاصم د جوم په ۷مه مشال راډیو ته وویل، د چارواکو تر غونډې وروسته یې تیارۍ کړې دي او زیات امکان دی چې راتلوونکې اوونۍ او پي ډي ګانې بیا کار پیل کړي.
ده د بهرنیو او ورځنیو مریضانو د څانګو د بیا پرانېستو کره نېټه ونه ښوده.
د لیډي ریډنګ روغتون د او پي ډي څانګې د مارچ له ۲۰مې نېټې څخه تړل شوې وې.
محمد عاصم وايي، اوس چې بیا پرانېستل کېږي نو ورتلونکي مریضان به نه یواځې مخ او پوزه پټ ساتي بلکې د کورونا ناروغۍ تر لومړنۍ معاینې وروسته به ډاکټر ته پرېښودل کېږي.