د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلع باجوړ کې یو بمي چاودنې دوه تنه وژلي دي.
د باجوړ مرستیال کمشنر مشال راډیو ته ویلي چې دا پېښه د جون پر څلورم مازیګر شوې ده.
دوی وايي چې دا کسان د سکول استادان وو او پر موټر سایکل کور ته روان وو چې د ماموندو په ډمه ډوله کې په وچ باراني خوړ وراندې په مځکه کې ښخ کړل شوی بم چاودلی دی.
چا تر اوسه د دې پېښې زمه واري نه ده منلې.