د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین: پر سکول برید ۳۹ کسان ټپیان شوي


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د چین سرکاري میډیا وایي چې د دغه هیواد په جنوبي برخه کې په یو سکول په برید کې ۳۹ کسان ټپیان شوي دي.

ځای چارواکي وايي، چې د ګوانګجي سیمې په کانګوو کې یو ۵۰ کلن سړي ۳۷ زده کوونکي او دوه لویان په چاقو وهلي او زخمي کړي يې دي.

برید کوونکې د سکول چوکیدار وو، چې نیول شوی دی او په اړه يي پلټنې روانی دي.

د چین سرکاري سي سي ټي وي راپور ورکوي چې په برید کې د سکول د هیډ ماسټر په ګدون ۴۰ کسان ټپیان شوي دي.

په سوشل میډیا په ویډیوګانې کې لیدل کېږي چې زخمیان روغتون ته وړلی کېږي او د سکول مخې ته لوی شمېر خلک راټول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG