د لاسرسي ځای

تازه خبر

ماشومان له زور زياتي او تشدده وساتئ: ملګري ملتونه


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

ملګري ملتونه د جون پر څلورمه د تشدد د قرباني ماشومانو ورځ لمانځي.

دې ادارې پر خپل ویب سايټ ليکلي چې په ټولو هېوادونو غږ کوي چې ماشومان له هر قسمه تاوتريخوالي وساتي.

د خېبر پښتونخوا حکومت د بشري حقونو کوارډينېټر، سردار علي د جون پر درېمه مشال راډيو ته وويل چې دوی د بې سرپرسته ماشومانو لپاره پناه ځايونه جوړ کړي او پوليسو ته یې د بشري حقونو روزنه ورکړې چې پر ماشومانو د تشدد د مخنيوي لپاره لارې چارې زده کړي.

د ملګرو ملتونو ترمخه په ټوله نړۍ کې ۲۵۰ ميليونه ماشومان په داسې ځايونو کې اوسي چې يا پرې جګړې تېرې شوې او يا لا هم روانې دي.

XS
SM
MD
LG