د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هرات کې یو شمېر ډاکترانو خپلې دندې پرېښي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان په هرات ولایت کې په کورونا وایرس د اخته کسانو د درملنې د روغتون ۱۳ ډاکترانو د کاري ساعتونو د زیاتېدو او په روغتون کې د امکاناتو د کموالي له کبله استعفی وکړه.

مسعود میرزايي چې ده هم استعفی کړې د جون پر دویمه ناوخته مشال راډیو ته وویل، دوی په کورونا وایرس اخته کسانو ته کافي امکانات نه لري او په روغتون کې د مړینو شمېر هم زیات دی.

هغه زیاته کړه: "زموږ د استفعی یو دلیل د امکاناتو کموالی دی، په دې معنی چې د ناروغانو پایوازان د خپلو ناروغانو د مړینې پوښتنه له موږ کوي، هېڅ امکانات نه‌ شته، هره شپه له اته تر ۱۰ پورې ناروغان مري، خو روغتیا ریاست یوازې د دوو ناروغانو مړینه اعلانوي."

دغو ډاکترانو ویلي، چې له درېیو میاشتو معاشونه هم نه ‌دی ورکړل شوي.

خو په هرات کې د کورونا وایرس په وړاندې د مبارزې مسؤل زمری حَصین مشال راډیو ته وویل، دوی د دغه روغتون د ستونزو د حل هڅه کوي.

حصین دا نه مني چې په کورونا وایرس د اخته کسانو د درملنې روغتون دې امکانات ونه لري.

په هرات کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر تر ۲۹۰۰ اوښتی او ۵۸ کسان په دې ویروس تر اوسه په دغه ولایت کې مړه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG