ایراني چارواکي وايي، ساینسپوه سیروس اصغري له یې له امريکا وتلی او خپل هېواد ته ورروان شوی دی.
دوی دا نه مني، چې د اصغري خوشې کېدل دې د واشنګټن او تهران ترمنځ د بندیانو د تبادلې د موافقې یوه برخه وي.
اصغري چې د ایران د شریف صنعتي پوهنتون ښوونکی دی، په امریکا کې نیول شوی و.
هغه په ۲۰۱۶م کال کې د امریکا د اوهایو ایالت د پوهنتون له یوې تحقیقاتي پروژې د تجارتي رازونو د پټولو په هڅو تورن کړل شوی و.
۵۹ کلن اصغري، تورونه رد کړي، د ۲۰۱۹م کال په نومبر میاشت کې له تورونو سپین اعلان شو.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسي ویلي، ټاکل شوې چې اصغري نن (د جون درېمه) ایران ته ورسېږي.
امریکا د تېر (۲۰۱۹م) کال په ډيسمبر میاشت کې د یوه چینايي الاصله امریکايي څېړونکي ژیاو وانګ په بدل کې د مسعود سلیماني په نوم یو ایرانی ساینسپوه تبادله کړی و.