د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندوز کې چاودنې ۷ کارګران وژلي او ۶ ټپیان دي

د کندز نقشه
د کندز نقشه

افغان چارواکي وايي، په کندوز ولايت کې د سړک غاړې بم چاودنه کې اوه ولسي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې تېره اوونۍ د حکومت او طالبانو له خوا د اوربند تر اعلان وروسته په دې هېواد کې تاوتريخوالي کې کم شوی دی. د جون پر لومړۍ نېټه د کندوز په خان اباد ولسوالی کې يو ټرک چې پکې کارګران سپاره ول د چاودنې ښکار شو.

هيڅ يوې ډلې د بريد پړه نه ده منلې خو د کندوز ولايت وياند عصمت الله مرادي وايي چې شک يې پر طالبانو دی.

نوموړي وويل چې طالبانو د امنيتي ځواکونو په نښه کولو لپاره د سړک غاړې بم ښخ کړی خو دغسې بمونه تل ولسي وګړي وژني.

ولسوال حيات الله اميري وايي چې په ټپيانو کې د دوو حالت نازک دی.

XS
SM
MD
LG