د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د وزیرستان د سکول ځینې استادان په عربي اماراتو کې مزدورۍ کوي"


په میر ع
په میر ع

پراګ- د کورونا وایرس له کبله په ټول پاکستان کې سکولونه بند دي خو په وزیرستان کې د کورونا وایرس تر راتګ وړاندې هم سکولونه تړلي وو.

د سرکاري شمېرو ترمخه يوازې په شمالي وزيرستان کې له ۹۰۰ زيات سرکاري سکولونه دي.

په دغو سکولونو کې له ۷۰،۰۰۰ زيات ماشومان زده کړي کوي او د دوی لپاره شاوخوا ۳۵۰۰ استادان دي.

د وزيرستان يو خبريال رسول داوړ مشال راډيو ته وويل چې حکومتي ادعاو باوجود سکولونه بند پراته دي.

ده وويل، "زه دعوي سره دا خبره کومه چې په جنوبي او شمالي وزيرستان کې تر ۶۵ فيصده پورې تعليمي ادارې بندې دي. د دغو ادارو استادان يا په دوبۍ کې ډرايونګ کوي او يا په کراچۍ او پېښور کې کاروبار کوي. هغوی ته کور ته تنخوا راځي. که کورونا وي او که نه، د وزيرستان تعليمي نظام تباه دی. د دې وجه دا ده چې هلته د څارنې نظام نه شته. په دغو سيمو کې ځمکني حقايق جلا دي، په لرې پرتو سيمو کې سکولونه په مکمله توګه بند دي."

د داوړ په خبره حکومت، د سيمي مشران او ځوانان دې دغې مسلې ته جدي پاملرنه وکړي ځکه چې په سيمه کې غربت زيات دی او هر څوک خپل ماشوم شخصي سکول کې داخلولو توان نه لري.

په وزيرستان کې د وسله والو فعاليتونو او پوځي عملياتو له وجې د خواندګۍ شرح تر لسو فيصده زياته ده او په تېره يوه لسيزه کې شاوخوا ۱۵۰۰ سکولونه تباه شوي ول.

په وزيرستان کې تعليمي هلو ځلو لپاره يو فعال نور اسلام وزير مشال راډيو ته وويل چې دا سيمه له لسيزو راهیسې له پامه غورځول شوې ده او په دې تر ټولو زيات زيان د ماشومانو تعليم ته رسېدلی دی.

ده وويل، "زموږ لومړۍ غوښتنه د علاقې لپاره د تعليم ده. که چېرته تعليم وي نو په هغه سيمه کې به شعور وي. په هغې کې خلک سياسي پوه ولري او په خپلو حقوقو به پوه شي. بيا به دوی د خپلو حقونو لپاره هلي ځلي کوي. که چېري په دغو سيمو کې تعليم عام نه شي نو ناپوه خلک به ناوړه کارونو لپاره استعمالېږي."

فعال نور اسلام وايي، په وزيرستان کې زياتره سيمې داسې دي‌ چې څوک نه ورپرېښودل کېږي چې له وجې يې د هغو سيمو ماشومان له تعليم بې برخې دي.

خو د پاکستان پوځ په وزيرستان کې د وسله والو پرضد تر عملياتو وروسته ويلي ول چې دا سيمې يې له وسله والو پاکې کړي دي.

نور اسلام زياته کړه:"په وزيرستان کې د ضرب عضب او نور پوځي عملياتو له وجې په زرګونو ماشومانو سکولونه پرښې دي. په جنوبي وزيرستان کې ۱۳ کاله تېر شول او دا دريالس کاله د يو بچي پوره مستقبل وي. همداراز په شمالي وزيرستان کې هغه ماشومان چې له تېرو شپږو يا اوو کلونو راهيسې د پوځي عملياتو وروسته يې سکولونو پرښي دي، بېرته سکولونو کې داخلولو لپاره سنجيده ګامونه نه دې پورته شوي."

په وزيرستان کې د سکولونو بنديدو ترڅنګ يوه مسله د استادانو نه ورتګ هم دی.

د وزيرستان ځينو سيمو کې ګمارل شوي استادان سکولونو ته نه ورځي. خو په وزيرستان کې د سکولونو اتحاديې يو مشر موسا وزير مشال راډيو ته وويل چې په لري پرتو سيمو کې دا مسله موجوده ده.

ده وويل " په ځينو ځايونو کې سکولونه جوړېدو راهيسې بند پراته دي. ډېر داسې سکولونه شته چېرته چې حکومت د سيمې مشرانو ته ورکړي نو هغوی يې د هجرې يا کور په توګه استعمالوي. زموږ کې هم داسې خلک شته چې تنخوا له سرکاره اخلي او اماراتو کې کار کوي."

خو د وزيرستان د تعليم محکمې يو چارواکي سيف الله مشال راډيو ته وويل چې دوی سره داسې استادان نه شته چې په نورو ځايونو کې کار کوي.

دوی وويل چې د کورونا وايرس له وجې په ټوله سيمه کې سکولونه بند دي او د ماشومانو زده کړو لپاره متبادل لارې چارې خپلې کړي دي.

ده وويل "موږ ځای پر ځای سکولونو کې دا اجازه ورکړې چې څوک ورته راځي نو راتللي شي خو په ډېر شمېر کې به نه وي. دوه درې استادان ورته راتلای شي او وړيا سبق ورته ورښودلای شي. موږ ډېر کسان په يو ځای نه شو راجمع کولای. موږ کتابونه ټولو ته رسولي دي. که کور کې مشران يا نور ماشومانو ته زده کړې ورکوي نو موږ ورته کتابونه ورکړي دي."

د وزيرستان فعالان وايي، په سيمه کې د جينکو تعليم هم لويه ستونزه ده، په هغو سيمو کې چېرته چې وزيرستاني کډوال بېرته ستانه شوي، تراوسه پورې د جينکو سکولونه نه دې پرانستل شوي.

دوی وايي، چې قبايلي علاقې په خيبر پښتونخوا کې د شامليدو دوه کاله پوره شول خو د تعليم نظام ته هغه پاملرنه نه کېږي چې څرنګه پکار ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG