د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر سوداګر وايي‌ حکومت دې ټولبند نور هم نرم کړي‌


په کراچۍ کې د ټولبند پر مهال د دیاړۍ دوو مزدورانو د بندو دکانونو ورونو ته ډډه وهلې. ۲۰۲۰، ۱۴ اپرېل
په کراچۍ کې د ټولبند پر مهال د دیاړۍ دوو مزدورانو د بندو دکانونو ورونو ته ډډه وهلې. ۲۰۲۰، ۱۴ اپرېل

ېښور- د خېبر سوداګرو اتحاديې ویلي دي چې دوی نور جزوي ټولبند نه شي زغملای او حکومت دې ژر تر زره په دې کې نرمي وکړي.

دوي غوښتنه کوي چې حکومت دې په خېبر پښتونخوا کې دي د دوکانونو د بندولو لپاره وخت د پنځوو بجو پر ځای اووه بجې وټاکي او په اونۍ کې دې د دریو ورځو پر ځای کاروباري مرکزونه یوازي یوه ورځ بند وساتل شي.

خو حکومتي چارواکي وايي، د ټولبند د نرمولو یا د ټولبند سختولو په اړه فېصله به په بازارونو کې د کورونا وایرس د مخنیوی احتیاطي تدابیرو عمل ته په کتو سره کوي.

په خېبر پښتونخوا کي د سوداګرو مرکزي تنظیم مشر شرافت علي مبارک وايي تاجران د دوکانونو د بندولو په وختونو او په اونۍ کې د دریو ورځو لپاره د کاروباري مرکزونو په تړلو تحفظات لري.

دی وايي ، "له ټولبند سره سوداګر ډېر زیات متاثره شوي دي، اوس تر اختر وروسته بیا حکومت په اونۍ کې د څلورو ورځو لپاره د دوکانونو پرانستل اعلامیه خپره کړې ده چې پکې د جمعې، خالي او اتوار په ورځ د کاروباري مرکزونو د بند ساتلو ویل شوي دي او مازیګر پنځه بجې د دوکانونو د تړلو وخت ټاکل شوی دی."

نوموړي زیاته کړه چې په اونۍ کې یوه ورځ کاروبارونه تړل پکار دي او د دوکانونو د تړلو وخت تر اووه بجو غځول پکار دي.

د پېښور پر اشرق روډ د ذاهد الله په نوم یو تاجر وايي، د جزوي ټولبند له کبله یو خو د لري پرتو سیمو بازارونو ته د سودا لپاره خلک نه راځي او بل د بهرني هېوادونو نه بازارونو ته مالونه نه رارسي نو په دې وجه پر کاروباري هلو ځلو ډېر بد اغېز پرېوتی دی.

په پښتونخوا کې د کاروباري خلکو د ستونزو هوارولو لپاره د جوړ شوي حکومتي کمیټۍ د یو غړي او د محنت مزدورۍ صوبايي وزیر شوکت یوسفزي مشال راډیو ته وویل چې حکومت هم د ټولبند په حق کې نه دی او که په بازارونو کې سوداګر د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي په احتیاطي تدابیرو عمل یقیني کړي نو حکومت به په جزوي ټولبند کې نوره هم نرمي وکړي.

ده زیاته کړه چې "موږ هم د ولس لپاره مشکالات نه جوړوو بلکې له کورونا وایرس سره د ژوند کولو طریقه زده کول غواړي، زموږ کمیټۍ هم تاجرانو ته په یوه غونډه کې ویلي دي چې که په احتیاطي تدابېرو په بازارونو کې عمل کېږي نو موږ به نوره هم نرمۍ کوو ګني بیا به نوره هم سختي کوو."

نوموړي زیاته کړه چې "موږ هم دا غواړو چې کار روزګار بیا پرانستل شي او دوی ته زیاته موقع په لاس ورشي".

که څه هم سوداګر په جزوي ټولبند کې د نرمۍ کولو او د دوکانونو د بندولو وختونو نور غځولو غوښتنه کوي خو بلې خوا ته په پاکستان کې د نورو مياشتو پرتله په مې مياشت کې د کورونا وايرس مثبتو پېښو شمېره زياته شوې ده.

په دې کې په خيبر پښتونخوا کې تر ټولو زيات کسان مړه شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG