د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا صحت نظام کورونا وایرس ته تیار دی؟ 


د کورونا وایرس د معاینې یو پخوانی عکس
د کورونا وایرس د معاینې یو پخوانی عکس

پراګ - د خيبر پښتونخوا حکومت وايي د کورونا وايرس د بلې ممکنه څپې لپاره یې په سلګونه نوي ډاکټران او د صحت څانګې کارکونکي ګمارلي‌ دي.

دا په داسې حال کې ده چې کورونا وایرس د پاکستان د نورو صوبو پرتله په خیبر پښتونخوا کې زیات کسان وژلي‌ دي.

د صحت صوبايي سیکرټري‌ امتیاز حسین شاه د مې پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې

د پېښور په شاوخوا کې یې د روغتونونو جاج اخیستی دی او پلان لري‌ چې په دې روغتونونو کې نور کټونه هم واچوي او د کورونا ناروغانو بېل ساتلو لپاره به هم ځانګړي کوټې چمتو کوي.

ده وویل ، " د چارسدې د ښځو او ماشومانو روغتون کې دوه سوه بسترې دي ، هغه موږ په سم دستي توګه د کورونا وايرس ناروغانو لپاره ځانګړی کولای شو ، د هغه روغتون د آکسیجن د رسد د نظام پر رغولو کار روان دی ، په یوه میاشت کې به هغه نظام سم شي."

امتیاز حسېن شاه زیاته کړه چې له دوي سره د ډاکټرانو او د صحت د کارکونکو لپاره حفاظتی سامان په زیاته شمیر موجود دی او وينټي لېټرې هم ورسره شته.

نوموړي زیاته کړه چې ، "موږ ۱۳۰۰ نوی ډاکتران وار له مخه ګمارلي دي او ۶۳۹ د صوبایي پبلک سروس کمیشن په مرسته نور اخلو ، حتی په صوبه کې چې کوم د ميډيکل کالجونو د اخري کال زده کونکي دي موږ د هغوي فهرست هم تیار کړی دی."

د خيبر پښتونخوا د صحت د محکمې د وينا له مخه په صوبه کې دا مهال ۲۲۵ وینټي لیټرې موجودې دي چې پکې ۴۳ فيصد د کورونا او حادثاتي پیښو لپاره ځانګړې کړل شوې دي.

د مشرق نومي‌ ورځپاڼې لپاره د صحت په برخه کې کارکونکی خبریال زاهد ميروخيل وايي ، پکار وه چې د کورونا وایرس د ناروغانو لپاره یو روغتون بېل کړل شوی وای خو د ده په وینا ، د حکومت د ناسمې کړنلارې له کبله په ټولو روغتونو او ليبارټريو کې داسې کسان د کورونا وایرس د ناروغانو کتنه او درملنه کوي‌ چې مناسبه روزنه یې نده شوې.

د صحت د محکمې يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د مې پر ۲۹مه مشال راډيو ته وویل چې د کليو او بانډو په کچه د صحت بنیادي مرکزونو او بیا د تحصیل په کچه د ډي ګريډ روغتونونو کې د کورونا ناروغۍ په اړه هیڅ سهولوتونه نه ورکول کيږی.

د ده په وینا ، د ضلعې په کچه چې کوم سهولتونه دي هغه ناکافی دي چې له وجې یې د ناروغانو ټول بوج پر تدريسي روغتونونو زیات شوی دی.

په پیښور کې تر ټولو لوی ليډي ريډنګ روغتون ویاند محمد عاصم وايي ، "په روغتون کې مو د کورونا ناروغانو لپاره د ۱۰۵ بسترو یو ځانګړی کمپليکس جوړ کړی دی ، ۶۳وينټي ليټرې لرو چې پکې د کورونا ناروغانو لپاره ۲۵ ځانګړې شوې دي ، دا وخت ۱۹وينټي ليټرې د کورونا ناروغانو ته پرتې دي موږ ته د حفاظتي جامو ستونزه وه هغه اوس هواره شوې ده."

نوموړي وویل چې که د اټکل له مخې حالت نور هم خراب شي نو بیا به د ده په وینا ،‌ دوي‌ ته هم ممکنه نه وي‌ چې تر دې لا زیاتو ناروغانو ته هر څه برابر کړي.

د پيښور د خیبر روغتون ویاند محمد فرهاد وایي دا مهال یې ۵۵ بسترې او ۲۵ وینټې ليټرې د کورونا ناروغانو لپاره بېلې کړې دي‌ ، د ديرشو بسترو بله څانګه یې د روغتون د کارکوونکو درملنې لپاره ځانګړې کړې ده.

نوموړي وویل چې که دا نوې ممکنه څپه راغله نو مجبورا به دا بل یونټ سمدستی فعالولو ته اړتیا لري.

دا مهال د پیښور حیات اباد ميډيکل کمپليکس کې د نورو روغتونونو په مقابله کې د کورونا ناروغانو شمیره زیاته ده.

د روغتون چارواکو د مې پر ۲۸مه نورو روغتونونو ته ويلي دي چې هغه کسان ور ونه لېږي‌ چې لږ ناروغه وي.

د یاد روغتون ویاند اول خان د مې پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې دا مهال په حیات اباد ميډيکل کمپليکس کې د کورونا ناروغانو شمیره زیاته ده ځکه چې موږ يې معاينه هم کوو او د پلازمه په زریعه درملنه هم دلته کیږی.

د زیاته کړه چې له هم دې کبله د ناروغانو مخه دې روغتون ته زیاته ده.

ده وویل ، "موږ سره پر ۱۲۸ بسترو د کورونا ناروغانو اکسیجن تهراپي روانه ده ، نو موږ ځکه نورو روغتونونو ته ويلي دي چې چاته د آکسیجن ضرورت نه وي ، د هغو ناروغانو درملنه هلته کوئ او حیات آباد میډیکل روغتون ته يې مه استوئ."

مشال راډیو ته تر لاسه شوو اسنادو له مخه په روغتونونو کې د ناکافی سهولتونو له امله يو شمیر ډاکټرانو له خپلو دندو استعفګانې هم ورکړې دي.

په حیات اباد میډیکل کمپليکس کې پروفیسر ډاکټر محمد سجاد د مې پر ۲۹ مه مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا مهال ډاکتران او نرسانې په سختو حالاتو کې کار کوي.

ده وویل ، "تر دا مهاله ۱۵ ډاکټران او ۳۰۰ پورې د صحت کارکونکی د کورونا ناروغۍ‍ متاثره کړي دي ، د دوی لپاره نه خو ماسکونه شته نه حفاظتی جامې شته ، خو د هغې باجود دوی خپله دنده تر سره کوي."

د خيبر پښتونخوا د صحت صوبايي سیکرټري امتياز حسین شاه وايي چې تر دا مهاله په صوبه کې د کورونا وايرس ناروغۍ له امله د صحت څلور کارونکي مړه شوي دي او څلورو سوو پورې اغیزمن شوي ول چې پکې ۲۵۰ سوو پورې رغيدلي هم دي.

ده زیاته کړه چې صوبه په مالي او لوجسټکي حوالې سره د کورونا وایرس صورتحال د مخنيوي لپاره تیاره ده او هيڅ ستونزمن حالات نشته.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG